اسلامي ایران د یمن پرضد د صهیونیسټ رژيم پوځي تیری وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163722-اسلامي_ایران_د_یمن_پرضد_د_صهیونیسټ_رژيم_پوځي_تیری_وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د یمن د پلازمینې صنعا د بریښنا کوټ او د پوځي تاسیساتو په شمول په صنعا باندې د صهیونیسټ رژيم پرونی هوايي یرغل په کلکه
(last modified 2025-08-25T06:38:31+00:00 )
Aug 25, 2025 04:39 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د یمن پرضد د صهیونیسټ رژيم پوځي تیری وغاند

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د یمن د پلازمینې صنعا د بریښنا کوټ او د پوځي تاسیساتو په شمول په صنعا باندې د صهیونیسټ رژيم پرونی هوايي یرغل په کلکه

وغاند او د دغه تیري په وخت د څو ښاریزو د شهادت  په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې یې د ژوبلو کسانو لپاره د ژر جوړیدا دعا وکړه.

اسماعیل بقايي د یمن د هوايي ډګرونو، د بریښنا د تولید په مرکزونو او د خوراکي شیانو د ګودامانو په شمول په غیر پوځي او اقتصادي بیخ بنایانو باندې د صهیونیسټ رژیم  بیا بیا بریدونه د بشریت پرضد جنایت او جنګي جنایت وباله او دغه حملې یې د سیمې د هیوادونو له پراختیا او ابادیدا سره د اسرائیلو رژیم د مخالفت ښکاره نښه وبلله.

د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د فلسطین له مظلومو خلکو د یمن د  خلکو د ملاتړ او د پیوستون په ستاینې سره د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د تپلي قحطۍ په وړاندې د غزې له خلکو سره د مرستې او د نسل کشۍ د بندولو لپاره د بیړني اقدام د ترسره کولو لپاره د  ټولو اسلامي هیوادونو د مسوولیت د ترسره کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه په غزې تړانګه او لویدیځه غاړه کښې له  ترسره کیدونکي جنګي جنایتونو او نسل کشۍ سره د مقابلې لپاره اقدام د ټولو حکومتونو په تیره بیا د اسلامي هیوادونو قانوني او اخلاقي دنده ده او هیله کیږي چې د عربستان په جده کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو ځانګړي غونډه په دې زمینه کښې مهم اقدام ترسره کړي.

المیادین ټیلي ويژن هم د یمن د یوې سرچینې په قول راپور ورکړ د یمن په غیر پوځي مهماتو باندې بریدونه کول چټي کار دی او ممکنه نه ده چې له غزې تړانګې په ملاتړ کښې د یمن د رول د لوبولو خنډ شي.