د فلسطین د غزې اکثره خلک څو ځله کډوال شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163800-د_فلسطین_د_غزې_اکثره_خلک_څو_ځله_کډوال_شوي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک په دې خبرې سره چې د فلسطین د غزې تړانګې خلک هماغه راز د خپل ژوند د ویرې په وجه تښتي وویل د غزې تړانګې اکثره خلک له یوځل څخه زیات کډوال شوي دي.
(last modified 2025-08-27T02:43:19+00:00 )
Aug 27, 2025 07:06 Asia/Kabul
  • د فلسطین د غزې اکثره خلک څو ځله کډوال شوي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک په دې خبرې سره چې د فلسطین د غزې تړانګې خلک هماغه راز د خپل ژوند د ویرې په وجه تښتي وویل د غزې تړانګې اکثره خلک له یوځل څخه زیات کډوال شوي دي.

هغه زیاته کړه د غزې تړانګې د حالت په هکله د ملګروملتونو د بشر دوستانه چارو د غږملونکي دفتر «اوچا» د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په راپور استناد وکړ چې ویلي یې دي په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې درې نور کسان د ناوړه خواړو او لوږې له کبله وژل شوي دي او د لوږې له کبله د ټولو  مړو کسانو شمیر درې سوه دریو کسانو ته رسیدلی دی چې یوسل اولس پکښې ماشومان دي.

د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک ډاګینه کړه د اسرائیلو پوځ خلکو ته د سیمو د خالي کولو نوی حکم ورکړی دی او په دغو سیمو کښې د غزې ښار د «الشیخ رضوان»او د «الدراج» کوڅو  کابو یو کلومیټره مربع سیمه هم شامله ده.

هغه وویل د غزې تړانګې خلک د خپل ژوند د ویرې په خاطر تښتي او هر چیرې چې امکان ولري نو پناه اخلي.

ډوجاریک وویل پرون د غزې تړانګې روغتونونه د وینې له سخت کمښت سره مخامخ وو او د روغتونونو د هره ورځې ضرروت څه د پاسه  درې سوه پنځوسو واحدو ته ورسید.

د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک وویل په عین حال کښې په غزې کښې د اسرائیلي چارواکو لخوا اعمال شوي خنډونه هماغه راز د ملګروملتونو او د دوې د شرکاو لخوا د ضروري مرستو د رسیدا خنډ کیږي.