د الجزایر ولسمشر د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو ټینګار وکړ
Sep 06, 2025 05:22 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د الجزایر ولسمشر یو ځل بیا د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون د الجزایر په پلازمېنه الجزیره کې د افریقایي هېوادونو د څلورمې سوداګریز نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل: هغه څه چې په فلسطین، په ځانګړې توګه په غزه کې روان دي، «قتل عام او نسلوژنه» ده.
هغه د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: هر هغه حل چې د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د فلسطین د خپلواک دولت د تاسیس له چوکاټ څخه بهر وي، یوازې د وخت ضایع کول دي.
ټیګونه