د علي لاریجاني له نظر قطر ته د اسرائیلو د حملې پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164402-د_علي_لاریجاني_له_نظر_قطر_ته_د_اسرائیلو_د_حملې_پیغام
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «علي لاریجاني» په ایکس پاڼه کښې ولیکل په قطر کښې د صهیونیسټ رژيم د وروستي جنایت پیغام دی ای د سیمې هیوادونو زما له راتلونکي سلطې خبر شئ!!
(last modified 2025-09-10T12:36:51+00:00 )
Sep 10, 2025 11:03 Asia/Kabul
  • د علي لاریجاني له نظر قطر ته د اسرائیلو د حملې پیغام

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «علي لاریجاني» په ایکس پاڼه کښې ولیکل په قطر کښې د صهیونیسټ رژيم د وروستي جنایت پیغام دی ای د سیمې هیوادونو زما له راتلونکي سلطې خبر شئ!!

په قطر باندې د صهیونیسټ رژيم له هوايي برید وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم بیګا د قطر په خاوره باندې حملې او د فلسطین د حماس غورځنګ د مشرانو په ټرور کولو کښې د صهیونیسټ رژيم د سولې ضد، د بشر ضد او د غیر قانوني اقدام په پریکنده توګه د غندلو په ترڅ کښې وویل دغه ترهګر اقدامات د دغه حقیقت ښودنه کوي چې صهیونیسټ رژيم د جنایت او د ټرور لپاره هیڅ سرحد نه پيژندي او له بلې خوا د ډيپلوماسۍ لپاره هر ډول هڅه له مینځه وړي.

د ایران ولسمشر پزشکیان دغه راز د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په ټيلي فوني تماس کښې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټ رژيم د تیري په کلک ډول د غندلو له خپل دوست او ورور هیواد قطر سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشپړه حمایت او د پیوستون د اعلانولو په ترڅ کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت په قطر کښې د خپلو وروڼو په څنګ کښې ولاړ دی او د خپل صمیمي او ګاونډي هیواد د  ملاتړ لپاره چې هر اقدام ضروري وي نو ترسره به یې کړي.

صهیونیسټ رژیم پرون د قطر په پلازمینې دوحې کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د یوشمیر غړیو په کورونو باندې حملې وکړې.

د صهیونیسټ رژيم رسنیو او چارواکو ومنله چې دغه حملې د امریکا د حکومت او په شخصي ډول د ولسمشر ټرامپ په غږملتیا سره ترسره شوي دي.

خو د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر نتانیاهو ادعا کوي چې د حماس غورځنګ د مشرانو پرضد حملې کاملا خپلواکه او اسرائیلي وې.

سیاسي شناندي وايي د اسرائیلو ټول جنایتونه ، ظلمونه او  ټولې حملې او اقدامات د امریکا په کامل ملاتړ او ملګرتیا سره ترسره  کیږي  او اسرائیل د امریکا له اجازې او حکم پرته هیڅ اقدام نشي ترسره کولای او په دې خبره د دنیا ټول خلک پوهیږي.