د فلسطین ملاتړو امریکایانو ډونالډ ټرامپ د اوس وخت هیټلر وباله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین ملاتړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شپې ډوډۍ په ګډوډولو سره هغه د اوس وخت هیټلر وباله او د امریکا او د فلسطین د ازادۍ غوښتنه یې وکړه.
د امریکا اعتراض کونکو وړمه ورځ د پلازمینې «واشنګټن ډي سي» په یوه رسټوران کښې د ولسمشر ټرامپ د شپې ډوډۍ ګډه وډه کړه او واشنګټن ډي سي ازاد کړه! فلسطین ازاد کړه ! او ټرامپ د اوس وخت هیټلر دی شعارونه یې ورکړل.
د امریکا نهه اتیا کلن ولسمشر ټرامپ اعتراض کونکو ته له نږدې کیدا وروسته ، بیا شاته لاړ او سر یې وخوځوه او مسکا شو او له خلکو سره یې هیڅ خبره هم ونکړه.
څو شیبې وروسته استخباراتي مامورانو د ولسمشر ټرامپ په اشارې سره هغه مظاهره چیان چې د فلسطین بیرغونه یې خوځول له رسټوران څخه بهر وویستل.
په رسټوران کښې له ولسمشر ټرامپ سره مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ، دفاع وزیر پیټ هګزټ ، خارجه وزیر مارکو روبیو ، د ولسمشر د دفتر مرستیال اسټیون میلر او د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ هم موجود وو.