اروپايي ټولنې پر روسیې بندیزونه تمدید کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164522-اروپايي_ټولنې_پر_روسیې_بندیزونه_تمدید_کړل
پارس ټوډې - د اروپای ټولنې شورا د روسیې پر ضد تحریمونه د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدید کړل.
(last modified 2025-09-13T07:32:18+00:00 )
Sep 13, 2025 11:55 Asia/Kabul
  • اروپايي ټولنې پر روسیې بندیزونه تمدید کړل

پارس ټوډې - د اروپای ټولنې شورا د روسیې پر ضد تحریمونه د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدید کړل.

د اروپای ټولنې شورا په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا ټولنه د روسیې پر ضد محدودوونکي اقدامات د شپږو نورو میاشتو لپاره، یعنې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۵ مې پورې تمدید کړي دي.

د روسیې پر ضد تحریمونو کې له څه باندې ۲۵۰۰ کسان او ادارې شاملې دي.

په ورته وخت کې، اروپایي ټولنې اعلان کړه چې د روسیې پورې اړوند تحریمونه د یو فرد پر ضد چې نوم یې روښانه شوی نه دی، لغوه کړي دي.

بلومبرګ ادعا کړې چې مسکو د متحده ایالاتو او اروپا له خوا فلج کوونکي تحریمونو لاندې دی، خو توانېدلی چې د چین او درېیمو هېوادونو له لارې د تحریم شوي توکو چمتو کولو او د نفت او ګاز د خپلو پیرودونکو موندلو له لارې لکه هند او نورو هېوادونو کې، تحریمونه بې اغېزې کړي.

بلومبرګ مخکې راپور ورکړی وو چې د روسیې د نفت پیرودونکو پر سر نورې مالیې وضع کولو سربېره، متحده ایالات د مسکو د پټې نفتي ټانکرونو نښې، د روسیې د انرژۍ کمپنیو روس نفت او لوک اویل تحریمونه څېړي.