د نړۍ مسلمان هیوادونه باید د عملیاتو ګډه کوټه جوړه کړي
Sep 15, 2025 11:55 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت له مسلمانو هیوادونو غوښتي دي چې د اسرائیلو پرضد د عملیاتو ګډه کوټه جوړه کړي.
د ایران د لوړې دفاعي شورا مشر «علي لاریجاني» په یوې بیانیې کښې وویل له یوه عملي اقدام ترسره کولو پرته یوازې په ویناګانو باندې مشتملې غونډې د اسرائیلو په حکومت هیڅ نشي کولای.
علي لاریجاني وویل چې مسلمان هیوادونه د اسرائیلو د وژونکي رژيم پرضد د عملیاتو یوه ګډه کوټه جوړه کړي او دغه فیصله به د صهیونیسټي رژیم د ملاتړو هیوادونو د پریشانه کولو لپاره کافي وي .
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي لاریجاني وویل مسلمانو هیوادونو د فلسطین د مظلومانو لپاره هیڅ کار ترسره نکړ خو اوس لږ تر لږه له تباهۍ د خپلو ځانونو د بچولو لپاره یوه فیصله وکړي.
ټیګونه