د اسلامي ایران خارجه وزیر نیویارک ته ورغی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164904-د_اسلامي_ایران_خارجه_وزیر_نیویارک_ته_ورغی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د ملګروملتونو په کلنۍ غونډې کښې د ګډون لپاره امریکا ته د خارجه وزیر سید عباس عراقچي د روانیدا خبر ورکړ.
(last modified 2025-09-21T23:58:24+00:00 )
Sep 22, 2025 04:25 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران خارجه وزیر نیویارک ته ورغی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د ملګروملتونو په کلنۍ غونډې کښې د ګډون لپاره امریکا ته د خارجه وزیر سید عباس عراقچي د روانیدا خبر ورکړ.

هغه وویل د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوه ډيپلوماټیک پلاوي په مشرۍ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته ورځي.

عراقچي په دغه سفر کښې له محترم ولسمشر مسعود پزشکیان  سره د ملګرتیا کولو په ترڅ کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه او د ملګروملتونو د اجنډا موضوعګانو ته په بیلابیلو غونډو کښې ګډون کوي او د ایران دریځونه او نظرونه به بیان کړي.

د بیلابیلو هیوادونو له همڅنګانو سره کتنې او د دوه اړخیزه، سیمه ئیزو او د نړیوالو موضوعګانو په هکله مشورې هم د دغه ډيپلوماټیک سفر په اجنډا کښې شامل دي.