د اسلامي انقلاب ستر لارښود شهادت د مجاهدت انعام وباله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165068-د_اسلامي_انقلاب_ستر_لارښود_شهادت_د_مجاهدت_انعام_وباله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپیڅلي دفاع د اونۍ او د غټول ګلونو د میلمستیا د ورځې په مناسبت یوه پیغام کښې شهادت د مجاهدت او هڅې انعام وباله او ټینګار یې وکړ
(last modified 2025-09-26T02:39:54+00:00 )
Sep 26, 2025 03:26 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب ستر لارښود شهادت د مجاهدت انعام وباله

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپیڅلي دفاع د اونۍ او د غټول ګلونو د میلمستیا د ورځې په مناسبت یوه پیغام کښې شهادت د مجاهدت او هڅې انعام وباله او ټینګار یې وکړ

چې ملتونه په دغو مجاهدتونو سره وده کوي او په دغو شهادتونو سره ورایښت او ځلا  مومي.

د اسلامي انقلاب د ستر لارښو حضرت ایت الله خامنه اي د پیغام متن چې د تهران د «بهشت زهرا» هدیرې په ګلزار شهدا کښې د شهید او د  سرشیندونکو د چارو په فاونډیشن کښې د ولي فقیه د استازي «حجت الاسلام موسوي مقدم» لخوا د غټول ګلونو د میلمستیا په نوم سره په ټول هیواد کښې د شهیدانو د مزارونو د وینځلو ،د عطر شیندلو او د ګلونو د کیښودلو له مراسمو سره په یووخت ولوستل په دې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم

سږ کال د سپیڅلي دفاع اونۍ د ایران په بیلابیلو سیمو کښې د زړورو ځوانانو او د اسلامي مقاومت د لارې د یوشمیر سترو شخصیتونو په شهادت سره یوبل ورایښت موندلی دی.

شهادت د مجاهدت انعام دی که هغه په اته کلنې دفاع کښې دی ، که په دولس ورځني اتلواله جنګ کښې او که په لبنان ، ، غزې او فلسطین کښې.

ملتونه په دغه مجاهدت سره وده کوي او په دغو شهادتونو سره ورایښت او ځلا مومي.

مهمه دا ده چې د حق د بریالیتوب او د باطل د زوال په باره کښې په الهي ژمنې باندې یقین وکړو او د خدای دین په بریالیتوب کښې خپلې دندې ته پاې بنده ووسو.

سید علي خامنه اي