هیڅوک په مصر هیواد باندې تیری نشي کولای
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مصر ولسمشر «عبدالفتاح السیسي» په اوسنیو حساسو شرایطو کښې د خپل هیواد د خلکو د خبرولو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ هیڅوک په مصر باندې تیری نشي کولای.
د مصر ولسمشر السیسي د پوځي پوهنځي د کتنې په وخت د سیمې د اوسنیو بدلونونو په هکله د مصر د خلکو د خبرولو په اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل سیمه همدا اوس په یوه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کښې ده او هره غلطه جاجونه د نامعلومې لارې په لور بیايي.
هغه ټینګار وکړ قاهره خپل خاص محاسبات او جاجونې لري چې د دغه هیواد په خاوره کښې د یوسل شل میلیونه مصریانو برخلیک د هغو پراساس ټاکل کیږي او هر ډول غلطه جاجونه چارې په نامعلوم لور بیايي.
د مصر ولسمشر السیسي د غزې د حالاتو په هکله هم وویل مصر په ټول وس سره او صادقانه ډول غزې ته د مرستو د رسولو هڅه وکړه خو هیڅوک له ما نه غواړي چې د مصر د خلکو ژوند د مرستو په رسولو او یوه جنګ ته په ورګډیدا کښې ګرو کړي.