سپینه عصا؛ د نابینایانو نړیوالې ورځې ځانګړی پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165824-سپینه_عصا_د_نابینایانو_نړیوالې_ورځې_ځانګړی_پروګرام
د نړیوال تقویم له مخې، د اکتوبر پنځلسمه چې د تلې له ۲۳مې سره سمون لري، د سپینې عصا (White Cane Safety Day) نړیوالې ورځې په نوم پېژندل کېږي؛ دا ورځ د نړۍ په کچه د نابینایانو او کم بینایانو د خپلواکۍ، وړتیا او زړورتیا د لمانځنې ورځ ده.
(last modified 2025-10-12T10:23:04+00:00 )
Oct 12, 2025 14:45 Asia/Kabul
  • سپینه عصا؛ د نابینایانو نړیوالې ورځې ځانګړی پروګرام

د نړیوال تقویم له مخې، د اکتوبر پنځلسمه چې د تلې له ۲۳مې سره سمون لري، د سپینې عصا (White Cane Safety Day) نړیوالې ورځې په نوم پېژندل کېږي؛ دا ورځ د نړۍ په کچه د نابینایانو او کم بینایانو د خپلواکۍ، وړتیا او زړورتیا د لمانځنې ورځ ده.

د انګلستان د برسټول ښار یوه عکس اخیستونکي جیمز بیګز (James Biggs)، په لومړي ځل په ۱۹۲۱ کال کې سپینه عصا وکاروله. هغه چې د یوې پېښې له امله یې د سترګو بینايي له لاسه ورکړه، په کوڅو کې د تګ راتګ پر مهال له سپینې عصا څخه کار اخیست.

لس کاله وروسته، په ۱۹۳۱ کال کې په فرانسه کې ګیلي دهربمونټ (Guilly d'Herbemont) په سمبولیک ډول د فرانسې د یو شمېر وزیرانو په مخ کې دوه سپینې عصاګانې نابینایانو ته ورکړې. وروسته، شاوخوا ۵۰۰۰ عصاګانې هغو معلولینو او خلکو ته واستول شوې، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې نابینا شوي وو. په ورته وخت کې، په متحده ایالاتو کې جورج اې. بونهام (George A. Bonham)، د لاینز نړیوال کلب (Lions Club) غړي، دا عصا په رسمي توګه معرفي کړه. د دې عصا د اختراع کیسه داسې ده چې یوه شپه یوه نابینا کس غوښتل له ساده او تورې عصا سره له کوڅې تېر شي، د کلب غړو دا صحنه ولیده او د هغه عصا یې سپینه کړه ترڅو موټرونه یې په اسانۍ وویني.

په ۱۹۳۱ کال کې د لاینز نړیوال کلب د نابینایانو ترمنځ د سپینې عصا د کارولو او خوندیتوب د لوړولو لپاره یو پروګرام پیل کړ. د سپینې عصا د کارولو دود په ۱۹۳۰ کال کې د ډسمبر په میاشت کې په ایلینویز ایالت کې پیل شو، او موټر چلوونکو دا عصا د نابینایانو د نښې په توګه پېژندله.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، سپینه عصا د جنګ د معلولینو د روغتیا لپاره د ډاکټر ریچارډ ای. هوور (Richard E. Hoover) لخوا په والي فورج پوځي روغتون (Valley Forge Army Hospital) کې ورغول شوه.

په پیل کې دا یوه ساده لرګینه عصا وه چې سپینه رنګ شوې وه، خو په ۱۹۴۴ کال کې ډاکتر هوور د لاینز کلب د ډیزاین یوه عصا روغتون ته یوړه، یوه اونۍ یې پرې کار وکړ او هغه یې په هغه بڼه بدله کړه چې اوس د سپینې عصا په نوم پېژندل کېږي. د هوور لخوا ډیزاین شوې عصا یوه اوږده پلاستیکي عصا وه چې د اوسنۍ نابینایانو عصا ډیزاین ترې اخیستل شوی.

له دې اختراع وروسته، ډاکټر هوور د "سپکې سپینې عصا د تخنیک پلار" په نوم مشهور شو. د هوور د عصا لومړنۍ نوښت د هغې انعطاف او له منځ څخه تاوېدل وو، چې عصا یې په څلورو انعطاف وړ برخو وېشله، او په پایله کې، یوه متر اوږده عصا شاوخوا ۳۰ سانتي متره لنډه شوه، چې د نابینایانو لپاره یې ساتل او کارول خورا اسانه کړل. دا انعطاف او تاوېدل د هغه عصاګانو سره توپیر درلود چې تر دې وړاندې کارېدل.  

شاوخوا دوه لسیزې وروسته، د ۱۹۶۴ کال د اکتوبر په ۱۵مه، په امریکا کې د کانګرس لخوا یو قانون تصویب شو چې د اکتوبر ۱۵مه یې د سپینې عصا ورځ نوموله. له هغه وروسته، د اکتوبر ۱۵مه د نابینایانو او سپینې عصا د نړیوالې ورځې او د دې ډلې د نښې په توګه وټاکل شوه. دا ورځ موږ ټولو ته بلنه ورکوي چې د لیدلو او نه لیدلو، پوهېدو او بې پروایۍ په اړه فکر وکړو.

 

سپینه عصا یوازې یوه وسیله نه ده؛ دا د خپلواکۍ او ارادې نښه ده چې وایي: «زه کولای شم ولاړ شم، ژوند وکړم، انتخاب وکړم...»

هر ځل چې پر ځمکې باندې د سپینې عصا د لګېدو غږ اورو، باید په یاد ولرو چې دا غږ د ازادۍ او بشري کرامت آواز دی.  

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د راپورونو له مخې، په نړۍ کې له ۲۸۵ میلیونو څخه زیات خلک د نابینایۍ یا کم بینایۍ په بېلابېلو درجو سره ژوند کوي. له دې شمېرې څخه شاوخوا ۴۰ میلیونه په بشپړه توګه نابینا دي. خو هغه څه چې مهم دي، شمېرې نه دي، بلکې دې موضوع ته زموږ لیدلوری دی. د دې خلکو ډېری، د لید ستونزو سره سره، د ژوند په اړه غوره لیدلوري لري. هغوی په ځینو برخو لکه موسیقي، زده کړه، ټکنالوژي، سپورټ، ارواپوهنه او حتی مدیریت کې روښانه او الهام بخښونکي شخصیتونه دي.  

شاید تاسو ته دا په زړه پورې وي چې پوه شئ د بریل خط مخترع، لوئي بریل (Louis Braille)، پخپله نابینا وو. هغه هم د جیمز بیګز په څېر، په درې کلنۍ کې د یوې پېښې له امله د خپلو سترګو بینايي له لاسه ورکړه، خو وروسته یې داسې یوه طریقه اختراع کړه چې میلیونونه نابینایان یې د کلمو، علومو او فکرونو له نړۍ سره ونښلول.

بریل خط یوازې یوه ژبه نه وه، بلکې د پوهې نړۍ ته د ننوتلو کیلي وه.

نابینایي تل د نه لیدلو په معنی نه ده.

کله کله سترګې خلاصې وي خو زړونه تړلي وي.

کله کله په لید کې رڼا وي خو په فکر کې تیاره.

او کله کله، هغه څوک چې نه ویني، له موږ ډېرو څخه ډېر بینا دی.

نابینایان موږ دې ته رابلي چې د «لیدلو» تعریف ته بیاکتنه وکړو.

هغوی د غوږونو، لمس، شتون او پوهې له لارې نړۍ ویني.

او شاید دا لیدل د سترګو له لیدلو څخه صادقانه وي.

نابینایي، په حقیقت کې، یو بل ډول لیدل دي.

د احساس او زړه له جنسه لیدل.

په ایران کې، نابینایان د هېواد د فعالې او متحرکې ټولنې یوه برخه دي.

کلونه کېږي چې ټولنې، بنسټونه او موسسې د زده کړې، کارموندنې، سپورټ او ټولنیز ملاتړ په برخو کې د دې عزیزانو لپاره فعالیت کوي.

نابینا محصلین د هېواد په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، په کلتوري او هنري برخو کې ځلېږي او په ځینو برخو لکه موسیقي، ژبپوهنه او حقوقو کې ځینې وختونه له غوره کسانو څخه دي.

په وروستیو کلونو کې هم، ډیجیټل ټکنالوژي او سمارټ وسایلو د دوی لپاره د خپلواکۍ او ټولنیز شتون نوې فرصتونه برابر کړي دي.  

 

که تاسو په کوڅه کې یو سړی یا ښځه ولیدل چې له سپینې عصا سره روان دي، پوه شئ چې دا عصا د هغوی د خپلواک او باعزته ژوند لپاره د هڅې نښه ده.

هغوی ترحم ته  اړتیا نه لري، بلکې درناوي ته اړتیا لري.

موږ له خوا له نابینایانو سره تر ټولو لویه مرسته د دوی لاس نیول نه دي، بلکې د ژوند لاره ورته هواره کړو او د دوی وړتیاو ته درناوی وکړو.

کله چې د یوه نابینا په لاس کې سپینه عصا ووینو، دا موږ ته یادونه کوي: «زه نه وینم، خو شتون لرم؛ زه محدود نه یم، زه د ټولنې یوه برخه یم.»

دا عصا د موټر چلوونکو او تېریدونکو لپاره هم یو خبرداری دی، ترڅو د هغه چا لپاره لاره خلاصه کړي چې په هوښیارۍ او زړورتیا سره په تیاره کې خپله لاره طی کوي.

ستاسو په نظر په تیاره کې ژوند کولو تجربه څنګه ده؟

شاید موږ هېڅوک ونه توانېږو چې په دقیق ډول د نابینا کیدو احساس درک کړو.

خو که یوازې څو دقیقې خپلې سترګې بندې کړو، پوه به شو چې پرته له لیدلو ژوند کول څومره باور، زړورتیا او تمرکز غواړي.

نابینایي یعنې له بلې لارې لیدل.

د غوږونو، لمس او زړه له لارې لیدل.

او شاید دا هغه درس وي چې د سپینې عصا نړیواله ورځ یې موږ ته راکوي: «دا چې هر انسان، له هر توپیر سره، د باعزته او درناوي وړ ژوند مستحق دی.»  

ټکنالوژي او د نابینایانو راتلونکی روښانه دی. نن ورځ، ټکنالوژي د نابینایانو په خدمت کې ده.

له سمارټ ټلفونونو څخه چې د سکرین لوستونکي (Screen Readers) سافټویرونه لري، تر هغو مصنوعي هوش عینکو (AI Glasses) پورې چې انځورونه تشریح کوي.  

د مایکروسافټ (Microsoft) او اپل (Apple) په څېر لویو ټکنالوژي شرکتونو داسې وسایل ډیزاین کړي چې نابینایانو ته اجازه ورکوي په بشپړې خپلواکۍ کې ژوند وکړي.

په ایران کې هم په وروستیو کلونو کې د نابینایانو لپاره د ټکنالوژۍ او لاسرسي په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

ایراني نوښتګر ځوانان او محصلینو د خپلو تخنیکي وړتیاوو او موجودو امکاناتو په کارولو سره د نابینایانو لپاره اپلیکیشنونه، فارسي سافټویرونه، د نابینایانو لپاره ځانګړي ټابلیټونه (Tablet for the Blind) او نور وسایل ډیزاین او وړاندې کړي چې د دوی د ژوند کیفیت باندې مستقیم اغېز لري.

دا ټول پرمختګونه یو ټکی ښيي: د ټولنې له نابینایانو سره همدردي یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې ده.

نوښتګر ځوانان، د پوهې پر بنسټ شرکتونه، پوهنتونونه او عام المنفعه بنسټونه د خپلو هڅو او کارونو سره ښودلې چې دا ممکنه ده چې د نابینایانو ژوند خپلواک، باعزته او انساني وي.


کله چې ټکنالوژي له انسانیت سره یو ځای شي، کله چې یو سافټویر د یوه متن غږ هغه چا ته ورسوي چې نشي کولای ولولي، کله چې یو بریل ټابلیټ د نابینایانو لپاره لمس او احساس په نوې بڼه پرانیزي، نو هغه وخت موږ پوهېږو چې د سترګو لیدل یوازې یوه لاره ده.  

دا زموږ ټولو لپاره یوه هڅونه ده، د ملاتړ، درناوي او امکاناتو د برابرولو له طریقه، ترڅو هغه ورځ راشي چې هېڅ تګ راتګ د چا لپاره ستونزمن نه وي، هېڅ متن نالوستل شوی، هېڅ لاره پرته له لارښوده، او هېڅ غږ نا اورېدل شوی پاتې نه شي.  

هو! یوه پرمختللې ټولنه هغه ده چې د خپلو ټولو غړو لپاره برابر فرصتونه چمتو کړي.

نن ورځ، د سپینې عصا ورځ موږ ته یادونه کوي چې موږ باید په ښارونو او کوڅو کې د نابینایانو لپاره اسانه لاسرسی رامنځته کړو؛ له معیاري پیاده لارو او برجسته نښو څخه نیولې، د ترافیکي څراغونو د غږیزو خبرداریو تر سیسټمونو پورې.

لاسرسی یو حق دی، نه احسان.

او درناوی یوه دنده ده، نه انتخاب.

موږ ټول باید د نابینایانو ورځې ته یو معنوي او انساني لید ولرو.

خدای تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:

«فَإِنَّهَا لا تَعْمَى الأَبْصَارُ وَلَکِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِی فِی الصُّدُورِ»

(په حقیقت کې، سترګې نه نابینا کېږي، بلکې هغه زړونه چې په سینه کې دي نابینا کېږي.)

دا آیت موږ ته دا درس راکوي چې ظاهري نابینایي عیب نه دی؛ بلکې کیدای شي د داخلي بینایۍ لپاره یو پل وي.

ډېری نابینایان په زړه کې داسې رڼا لري چې هېڅ  د سترګو له لارې نه لیدل کېږي، خو په ټول وجود سره احساس کېږي.

د دې پروګرام په پای کې، راځئ یو څه فکر وکړو.

هر ځل چې یو نابینا ووینو چې له خپلې سپینې عصا سره د ژوند په لاره کې ګام اخلي، په یاد ولرو چې هغه د بشري ارادې نښه ده.

د هغه سپینه عصا د محدودیت نښه نه ده؛ بلکې د هیلې، خپلواکۍ او ایمان نښه ده.

راځئ زده کړو چې نړۍ یوازې د سترګو له لارې نه، بلکې د زړه له لارې ووینو.

شاید بیا پوه شو چې تر ټولو لویه نابینایي د انسانیت د ښکلاوو نه لیدل دي.

هغه ورځ چې زړونه بینا شي، بیا به هېڅوک نابینا نه وي.

ژباړه: زماني