زه د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه حلولی شم
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166046-زه_د_افغانستان_او_پاکستان_ترمنځ_شخړه_حلولی_شم
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه "په ډېره اسانۍ" حل کولای شي.
(last modified 2025-10-18T00:12:42+00:00 )
Oct 18, 2025 04:36 Asia/Kabul
  • زه د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه حلولی شم

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه "په ډېره اسانۍ" حل کولای شي.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي سره د لیدنې پرمهال په یوه ګډ خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ځان د "شخړو حلوونکی" یا "د جګړو دروونکی" یاد کړ.

ده وویل چې تر اوسه یې د منځني ختیځ په ګډون اته شخړې حل کړې دي او که د اوکرايين او روسیې جګړه هم ودروي نو دا شمېر به نهه شي.

ټرمپ په داسې حال  کښې ځان د جګړو ختمونکي بولي چې هغه په فلسطین کښې جنګ نور هم زیات کړی او د ایران په سوله ئیزو اټومي تاسیساتو یې بې منطقې او غیر قانوني بریدونه کړي وو.

د امریکا ولسمشر ټرامپ یو ډیر بې منطقه ، سرزوری او دروغجن سړی دی او تل دروغ وايي او لاپې وهي او چاپلوسان خلک یې ډیر خوښیږي.

ټرامپ د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه ترینګلتیا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "خبر شوی یم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی یا دا چې ترمنځ یې برید روان دی، که داسې وي چې زه یې باید حل کړم نو ما ته یې حلول ډېر اسانه دي. له دې سره هممهاله چې زه باید د امریکا اړوند چارې سمبال کړم خو خوښېږي مې چې شخړې حل کړم. ځکه چې زه غواړم خلک له وژل کېدو خوندي کړم او ما میلیونونه میلیونونه زندګۍ ژغورلې دي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د پاکستان لومړي‌ وزیر شهباز شریف  هم له همدې کبله ستایلی چې ګواکې د خلکو ژوند ژغوري او له همدې امله یې د نوبل سولې جایزې ته د هغه د نوماندولو وړاندیز هم کړی دی.

ډونلډ ټرمپ دا خبرې په سپينه ماڼۍ کې داسې مهال کولې چې ترې وړاندې د افغانستان له پکتیکا ولایته رپوټونه ورکړل شول چې هلته بیا هم پاکستاني ځواکونه برید کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ولایتي چارواکي وویل چې له ځايي وخت سره سم د جمعې ماښام "پاکستاني رژيم د پکتیکا ارګون ولسوالۍ په «خانه‌دار» کلي کې د یوه قصاب کور ویشتلی دی چې ملکي خلک پکې شهیدان او ټپیان دي."

پاکستاني لوري لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.