د فلسطین حماس غورځنګ د یوه بل اسرائیلي مړی وروسپاره
Oct 18, 2025 02:29 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو د یوه بل بندي مړی د غزې په جنوب کښې سره صلیب ته ورسپارلی دی.
دغه راز د امریکا «اکیسوس» رسنۍ د یوه خبر چارواکي په قول چې غوښتل نوم یې خپور نشي وویل د ولسمشر ټرامپ ځانګړی استازي اسټیو ویټکاف ټاکل شوی چې سبا د غزې د جنګ د ختمیدا د موافقې د اجرا د تعقیبولو لپاره لویدیځې اسیا ته سفر وکړي.
ټاکل شوي ده چې ویټکاف په دغه سفر کښې مصر او اسرائیلو ته سفرونه وکړي او احتمال شته چې غزې تړانګې ته هم ورشي.
د دغه سفر اصلي هدف د اوربند د موافقې د دوهم پړاو په اجرا باندې غور کول او د صهیونیسټ رژيم د بندیانو د پاتې مړیو د بیرته سپارلو لپاره هڅه ده.
ټیګونه