لولا دا سیلوا: امریکا حق نه لري چې د ونزویلا برخلیک وټاکي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166060-لولا_دا_سیلوا_امریکا_حق_نه_لري_چې_د_ونزویلا_برخلیک_وټاکي
پارس ټوډې - د برازیل ولسمشر د ونزویلا په نږدې سیمو کې د امریکايي ځواکونو د راټولیدو په غندنې سره، د ملتونو پر خپلواکۍ یې ټینګار وکړ او د بهرني لاسوهنو له امله د هېوادونو د برخلیک ټاکل یې رد کړل.
(last modified 2025-10-18T07:32:29+00:00 )
Oct 18, 2025 11:59 Asia/Kabul
  • لولا دا سیلوا: امریکا حق نه لري چې د ونزویلا برخلیک وټاکي

پارس ټوډې - د برازیل ولسمشر د ونزویلا په نږدې سیمو کې د امریکايي ځواکونو د راټولیدو په غندنې سره، د ملتونو پر خپلواکۍ یې ټینګار وکړ او د بهرني لاسوهنو له امله د هېوادونو د برخلیک ټاکل یې رد کړل.

د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا د کارابین په سیمه کې د امریکا د وروستیو پوځي عملیاتو په غبرګون کې وویل، د ونزویلا برخلیک باید د دغه هېواد د خلکو په لاس وټاکل شي.

هغه ټینګار وکړ چې هېڅ ولسمشر د ونزویلا یا کیوبا په څېر هېوادونو د راتلونکي د ټاکلو حق نه لري.

دا سیلوا د برازیل د کمونیست ګوند په کانګرس کې د سیاسي پرتلیزو په ردولو سره وویل: برازیل به هېڅکله ونزویلا نه شي او ونزویلا به هېڅکله برازیل نه شي. هغه د ملتونو د لارې او هویت پر توپیر ټینګار وکړ او د هېوادونو د خپلواکۍ درناوي غوښتنه یې وکړه.