له کاناډا سره د امریکا ټولې تجارتي خبرې ختمې شوې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ بیګا په تروت سوشل(Truth Social) اینټرنیټ پاڼې کښې د یوه پیغام په خپرولو سره د کاناډا او د خپل هیواد د ټولو تجارتي خبرو اترو د غوڅیدا خبر ورکړ.
ټرامپ په خپل پیغام کښې د دغه اقدام دلیل د کاناډا ظالمانه کړچار اعلان کړ او خپل ګاونډی هیواد کاناډا یې د امریکا د پخواني ولسمشر «رونالډ ریګن» د وینا په تحریفولو تورن کړ.
د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل د کاناډا ظلمانه کړچار ته په پام سره له دغه هیواد سره ټولې تجارتي خبرې اترې اوس ختمې شوې دي.
ټرامپ زیاته کړه د رونالډ ریګن فاونډیشن ویلي دي کاناډا له یوې داسې جعلي پروپاګنډې استفاده کوي چې پکښې ریګن د تعرفو په هکله منفي خبرې کړي دي.
له بلې خوا د کاناډا لومړي وزیر «مارک کارني»بیګا وویل چې د واشنګټن او د اوټاوا ترمینځ نږدې اقتصادي اړیکې پاې ته رسیدلي دي او زما د حکومت د بودجۍ لومړنۍ لایحه به په امریکا باندې اقتصادي او امنیتي اړوندوالی کم کړي.
په داسې حال کښې چې امریکا د کاناډا د ګاډو د جوړولو ، فولادو او د الومینیومو په برخو باندې تعرفې لګولې دي د دغه هیواد لومړي وزیر کارني ژمنه وکړه چې په راتلونکو لسو کلونو کښې به له امریکا پرته نورو هیوادونو ته صادرات دوه برابر زیات کړي.