د ایران اسلامي جمهوریت د هر ډول احتمال لپاره تیار دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې تهران د صهیونیسټ دښمن لخوا د هر ډول دښمانانه کړچار انتظار لري وویل ایران د هر احتمال لپاره چمتو دی.
هغه له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل مونږ په ټولو سویو زیات چمتووالی لرو او اسرائیل به په راتلونکي کښې په هر ډول جنګ کښې بله ماتي وخوري.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل په دولس ورځني جنګ کښې مونږ ستره تجربه ترلاسه کړه او خپل توغندي مو په یوه حقیقي جنګ کښې وزمویل او که چیرې صهیونیسټ رژيم کوم غلیمانه اقدام وکړي نو پایلې به یې ورته ډیرې بدې وي.
عباس عراقچي ټینګار صهیونیسټ رژیم د ایران د تیلو په تاسیساتو باندې حملو سره هڅه وکړه په سیمه کښې د جنګ لمن پراخ کړي خو مونږ وتوانیدو له اسرائیلو سره جنګ په ښه ډول مدیریت کړو او په سیمه کښې د جنګ د پراخیدا مخه ونیسو.
هغه جوته کړه د اسرائیلو رژیم د امریکا له اجازې پرته په ایران حمله نه کوله.
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو جنګي جنایتکار دی او ثابته یې کړه چې د سیمې حقیقي دښمن د اسرائیلو رژيم دی.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل مونږ چمتو یوو د خپل اټومي پروګرام په هکله د اندیښنو د ختمولو لپاره خبرې وکړو او د خپل اټومي پروګرام د سوله ئیزوالي په هکله اطمینان ورکړو. عادلانه موافقې ته د رسیدا امکان شته خوامریکا د نه منلو وړ شرطونه مطرح کړل.
عباس عراقچي ټینګار وکړ د خپل توغندوي پروګرام په هکله به خبرې ونکړو او هیڅ عاقل انسان دا خبره نه مني چې بې وسلې شي او د یورانیمو د پخولو بندول امکان نلري او هغه شی چې په جنګ سره ترلاسه نشي په سیاست سره له لاسه نشو ورکولای.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل له امریکا سره نیغ په نیغه خبرو ته ګروهنه نلرو او د غیر مستقیمو خبرو له لارې موافقې ته رسیدلای شو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي زیاته کړه اټومي مواد هماغه راز د هغو اټومي تاسیساتو تر کنډوالو لاندې دي په کومو چې بمباریانې شوي دي او دغه اټومي مواد بل ځاې ته نه دي انتقال شوي.
د ودانیو او د اټومي دستګاوانو په زمینه کښې مو تاوان لیدلی دی خو اټومي ټیکنالوژۍ هماغه راز پرخپل ځاې ده.
هغه وویل د اروپايي هیوادونو لخوا د اسنیپ د مکانیزم فعالول غیرقانوني دي او د تهران پرضد د بایکاټونو د لګولو په هکله یوشان نړیوال نظر نشته.زمونږ لومړیتوب له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړي کول دي او له دیکته پرته له لویدیځ سره ملګرتیا ته چمتو یوو.