بلجیم له نیواکي فلسطین څخه د شیانو په وارداتو بندیز ولګوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175324-بلجیم_له_نیواکي_فلسطین_څخه_د_شیانو_په_وارداتو_بندیز_ولګوه
پارس ټوډی- د بلجیم فیډرل حکومت پرون د اوړي د رخصتیو له پیلیدو مخکښې په خپلې وروستۍ غونډې کښې، د فلسطین له نیواکي ټاټوبي څخه د شیانو په وارداتو باندې بندیز تصویب کړ.
(last modified 2026-07-19T03:15:07+00:00 )
Jul 19, 2026 07:43 Asia/Kabul
  • بلجیم له نیواکي فلسطین څخه د شیانو په وارداتو بندیز ولګوه

پارس ټوډی- د بلجیم فیډرل حکومت پرون د اوړي د رخصتیو له پیلیدو مخکښې په خپلې وروستۍ غونډې کښې، د فلسطین له نیواکي ټاټوبي څخه د شیانو په وارداتو باندې بندیز تصویب کړ.

پارس ټوډی- د بلجیم فیډرل حکومت پرون د اوړي د رخصتیو له پیلیدو مخکښې په خپلې وروستۍ غونډې کښې، د فلسطین له نیواکي ټاټوبي څخه د شیانو په وارداتو باندې بندیز تصویب کړ.

د پارس ټوډی په لیکنه، د بلجیم فیډرل حکومت د اوړي د رخصتیو له پيلیدو مخکښې په خپلې آخري غونډې کښې، د یولړ نویو اقداماتو د ټولګې په تصویبولو سره، د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د تولید شویو شیانو واردات ممنوع کړل.

دا فیصله د هغو اقداماتو د ټولګې یوه برخه ده چې د بلجیم حکومت د تیر کال د اوړي په پاې کښې، په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د حملې او د ملکي قربانیانو د شمیر د زیاتیدو په غبرګون کښې، ورباندې موافقې ته رسیدلی و.