د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د لومړیو وزیرانو غونډه ترسره شوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د لومړیو وزیرانو څلرویشتمه غونډه نن د اسلامي ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال «محمد رضا عارف» په ګډون سره په ماسکو کښې جوړه شوه ه.
د روسیې لومړي وزیر «میخائیل میشوستین» په ماسکو کښې د روسیې په ملي مرکز کښې چې د لومړیو وزیرانو د غونډې ځای دی د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال ، د لومړیو وزیرانو او د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د نورو چارواکو هرکلی وکړ.
له هغه وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت، د روسیې ، د چین ، د هندوستان ، د پاکستان ، د قزاقستان ، د ازبکستان ، د تاجیکستان ، د قیرقیزستان او د بیلاروس لوړرتبه چارواکو د دغه غونډې د رسمي عکس په دستورو کښې ګډون وکړ.
ګڼ شمیر هیوادونه د لومړیو وزیرانو او د حکومتونو د مشرانو په سویه په دغه غونډې کښې ګډون لري او په دې مینځ ومان کښې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد په استازي توب په دغه ناست کښې ګډون کړی دی.
د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د اعلان پراساس د مصر ، د قطر، د کویت ، د بحرین ، د منګولیا او ترکمنستان لوړرتبه استازي او دغه راز د یوشمیر نړیوالو موسوسو د اجرايي ارګانونو مشران هم په ماسکو کښې د دغه موسسې د پراخ قالب غونډې ته وربلل شوي دي، داسې غونډه چې د لسو غړیوهیوادونو له غونډې وروسته به تر وشوه.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال «محمد رضا عارف» هم مخکې ویلي و په تجارتي مبادلاتو کښې له ملي پیسو څخه د استفادې زیاتول، د انرژۍ او د ټرانسپورټ د ګډو پروژو پراختیا او د سیمه ئیزو ملګرتیاو پیاوړي کول د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د لومړیو وزیرانو د غونډې اصلي چورلیزونه دي.
د شانګهايي د ملګرتیا موسسې مشر «نورلان یرمک بایف» وویل په اقتصادي ، تجارټی او بشر دوستانه حوزو کښې د ملګرتیاو پیاوړي کول هماغه راز د دغه موسسې د غړیو هیوادونو لومړیتوب ګڼل کیږي.