د اوکرایین جګړې پایته رسولو لپاره د امریکا وړانديز وروستی نه دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د روسیې او اوکرایین تر منځ د جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا پلان کېیف ته د هغه "وروستی وړاندیز" نه دی.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د اوکرایین متحدینو د دې وړاندیزونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې.
تر دې وړاندې د اروپا، کاناډا او جاپان مشرانو پرون د اوکرايين د پولو بدلېدو او د دغه هېواد پر پوځ د محدوديتونو د اندېښنو په اړه ويلي وو دا پلان "داسې برخې لري چې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره اړینې دي" خو په وینا یې "اضافي کار ته اړتیا لري،".
د بریتانیا، فرانسې، جرمني، امریکا او اوکرایین امنیتي چارواکي به نن د سویزرلینډ په جینیوا کې سره وګوري.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي مخکې خبرداری ورکړی و چې اوکرایین د امریکا د فشار له کبله د "خپل تاریخ له سختو شېبو" سره مخامخ دی چې داسې پلان ومني چې د مسکو په ګټه دی.
ښاغلي ټرمپ اوکرایین ته د نومبر تر ۲۷ پورې وخت ورکړی چې د هغه ۲۸ ماده ييز پلان ومني. بل پلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دا پلان د جوړجاړي لپاره یو "بنسټ" کېدلی شي.
د امریکا له ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې د شنبې په ورځ وپوښتل شول چې ایا اوسنی پلان اوکرايين ته د هغه وروستی وړاندیز دی، ښاغلي ټرمپ وويل، "نه، دا زما وروستی وړانديز نه دی".
نوموړي زیاته کړه، "هر ډول چې وي، موږ باید جګړه پایته ورسوو، موږ پرې کار کوو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ښاغلي ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف به د هغو کسانو په ډله کې وي چې د یکشنبې په ورځ د جینوا په خبرو اترو کې برخه اخلي. د ملي امنیت سلاکار جوناتن پاول به د بریتانیا استازیتوب وکړي.