بریتانیا د اوکراین د ولسمشر او د اروپايي مشرانو کوربه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173894-بریتانیا_د_اوکراین_د_ولسمشر_او_د_اروپايي_مشرانو_کوربه_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي به په لندن کښې د بریتانیا د لومړي وزیر کیر اسټارمر ، د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني د صدراعظم فرډریش مرتس په ګډون سره په یوې غونډې کښې ګډون وکړي چې د کي یف د ملاتړ په اړه بحث وکړي.
(last modified 2026-06-07T07:49:41+00:00 )
Jun 07, 2026 12:16 Asia/Kabul
  • بریتانیا د اوکراین د ولسمشر او د اروپايي مشرانو کوربه کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي به په لندن کښې د بریتانیا د لومړي وزیر کیر اسټارمر ، د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني د صدراعظم فرډریش مرتس په ګډون سره په یوې غونډې کښې ګډون وکړي چې د کي یف د ملاتړ په اړه بحث وکړي.

بریتانیا، فرانسه او جرمني د اوکراین زیات ملاتړ کونکي هیوادونه دي او بریتانیا او فرانسه د «ویلینګ د ائتلاف» چې د سولې د پروسې د یوې برخې په توګه د اوکراین لپاره امنیتي تضمین د ورکولو یو نوښت دی مشرۍ پرغاړه لري.

دغه راز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تیرې جمعې ورځ د څلور کلني جنګ په هکله د نیغ په نیغه خبرو لپاره د اوکراین د ولسمشر زلنسکي وړاندیز رد کړ او ادعا یې وکړه چې دې د دغه خبرو لپاره هیڅ دلیل نه ویني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي دي چې دا به یوه لویه خبره وي چې د روسیې ولسمشر او د اوکراین ولسمشر سره کتنه وکړي خو د ټرامپ زیات تمرکز او نیت اوس له ایران سره په خبرو اترو باندې ولاړ دی.