هندوستان له روسیې جنګي الوتکې او دفاعي سیسټم اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167886-هندوستان_له_روسیې_جنګي_الوتکې_او_دفاعي_سیسټم_اخلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «بلومبرګ» پرون د خبرو سرچینو وویل هندوستان اراده لري له روسیې سره د سوخو اوه پنځوس ډوله جنګي الوتکو او د ایس پینځه سوه ډوله هوايي دفاعي سیسټم د اخیستلو لپاره خبرې وکړي.
(last modified 2025-12-01T02:34:52+00:00 )
Dec 01, 2025 05:22 Asia/Kabul
  • هندوستان له روسیې جنګي الوتکې او دفاعي سیسټم اخلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «بلومبرګ» پرون د خبرو سرچینو وویل هندوستان اراده لري له روسیې سره د سوخو اوه پنځوس ډوله جنګي الوتکو او د ایس پینځه سوه ډوله هوايي دفاعي سیسټم د اخیستلو لپاره خبرې وکړي.

دغو خبرو سرچینو چې غوښتل نومونه یې ایشوا نشي بلومبرګ ته وویل روسیه او هندوستان ځانګړی سټراټیژیک تړون لري او هیله کیږي د دغه تړون پراساس د سوخوی اوه پنځوس ډوله جنګي الوتکو او د ایس پینځه سوه توغندوي ضد سیسټم د معاملې په هکله خبرې وشي.

د دغه راپور پراساس په دې هکله د روسیې او د هندوستان احتمالي توافق ممکنه ده چې له امریکا سره د نوي ډیلي د تجارتي موافقې لاسلیک کیدا پیچلي کړي.

هندوستان د روسیې په وسلو باندې خپل سخت اړوندوالی کم کړی دی او اوس یې له امریکا او نورو اروپايي هیوادونو څخه د وسلو اخیستلو ته مخه کړې ده.

سره له دې روسیه اوس هم د هندوستان د وسلو تر ټولو ستره تامینونکې ده.

د هندوستان د حکومت په دفاعي چارو کښې سلاکار وزیر «راجیش کومار» په تیرې جمعې ورځې په دې خبرې سره چې په دفاعي برخه کښې له امریکا سره د «نوي ډیلي» ملګرتیاوې په پرله پسې ډول د زیاتیدا په حال کښې دي ټینګار وکړ نوی ډیلی به په عین حال کښې په دې حوزه کښې له روسیې سره خپلې ملګرتیاوې بندې نکړي.

هندوستان د روسیې جوړې څه د پاسه دوه سوه جنګي الوتکې او د توغندیو ضد ایس څلور سوه ډوله دفاعي سیسټم لري چې له پاکستان څخه په څلور ورځني جنګ کښې ترې استفاده هم وشوه.