روسیه له هندوستان څخه د شیانو واردول بیخي زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168082-روسیه_له_هندوستان_څخه_د_شیانو_واردول_بیخي_زیاتوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ولسمشر د دفتر مرستیال «ماکسیم اورشکین» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ ماسکو اراده لري له هندوستان څخه د شیانو او د خدماتو واردول ډیر زیات کړي.
(last modified 2025-12-05T12:32:45+00:00 )
Dec 05, 2025 11:42 Asia/Kabul
  • روسیه له هندوستان څخه د شیانو واردول بیخي زیاتوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ولسمشر د دفتر مرستیال «ماکسیم اورشکین» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ ماسکو اراده لري له هندوستان څخه د شیانو او د خدماتو واردول ډیر زیات کړي.

هغه په نوي ډيلي کښې د روسیې او د هندوستان په تجارتي غونډه کښې وویل د روسیې پلاوي په کامل ډول معلوم هدف ته هندوستان ته ورغلی دی او مونږ د هندوستان د شیانو او د خدماتو د اخیستلو لپاره دلته یوو او د دغو شیانو او د خدماتو اخیستل به څو برابره زیات کړو.

د روسیې چارواکي اورشکین دې ته په اشارې سره چې دا یوه موقته فیصله نه ده ټینګار وکړ دغه اقدام د نړۍ د دریم او د څلورم ستر اقتصاد ترمینځ د اړیکو د پراخولو لپاره سټراټيژیک انتخاب دی.

هغه په دوام کښې په دې خبرې سره چې حاضردمه د روسیې په وارداتو کښې د هندوستان ونډه له دوو فیصدو څخه کمه ده وویل په همدې دلیل ضروري ده د دواوو هیوادونو تجارتي مبادلات بدل شي او تجارت د ډیر انډول په لور حرکت وکړي.

دغه راز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم دې ته په اشارې سره چې هندوستان او روسیه د راتلونکي لپاره د ملګرتیا پراخ پروګرامونه لري چې پکښې د ټیکنالوژۍ، د فضا او د اټومي انرژۍ په شان برخې شاملې دي وویل په ډیرو زمینو کښې د ماسکو او د نوي ډيلي اړیکې د پراخیدا په حال کښې دي.

د روسیې ولسمشر پوتین پرون هندوستان ته تللی او ټاکل شوې چې هغه له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره د تجارتي او د پوځي مسائیلو په زمینه کښې خبرې وکړي.