پوتین: که اوکرایني ځواکونه شاتګ ونه کړي، دونباس به په زور ونیسو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168100-پوتین_که_اوکرایني_ځواکونه_شاتګ_ونه_کړي_دونباس_به_په_زور_ونیسو
د روسیې ولسمشر یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ویې ویل، که د اوکراین ځواکونه له دې سیمې څخه شاتګ ونه کړي، نو روسیه به هغه په زور ونیسي.
(last modified 2025-12-06T01:33:17+00:00 )
Dec 06, 2025 05:59 Asia/Kabul
  • پوتین: که اوکرایني ځواکونه شاتګ ونه کړي، دونباس به په زور ونیسو

د روسیې ولسمشر یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ویې ویل، که د اوکراین ځواکونه له دې سیمې څخه شاتګ ونه کړي، نو روسیه به هغه په زور ونیسي.

ولادیمیر پوتین له «انډیا ټوډې» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل: «یا به موږ دا سیمه د خپل پوځ په زور آزادوو، او یا به اوکرایني ځواکونه په خپله ترې وځي.»

د پوتین اشاره د دونباس سیمې ته وه چې د دونیسک او لوهانسک له دوو ولایتونو جوړه ده. د پوتین د مرکې ځینې برخې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) هند ته د ده تر روانېدو مخکې خپرې شوې.

د روسیې تر بشپړ پوځي برید مخکې، د مسکو له ملاتړه برخمنو بېلتون‌پالو ځواکونو په دې سیمه کې نژدې اته کاله جګړه وکړه، خو هغوی ونه توانېدل چې ټول دونباس ونیسي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، هغه خاوره چې روسیې په خپله په زور نه ده نیولې، هېڅکله به یې روسیې ته د ډالۍ په ډول ور نه کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، روسیې دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۹.۲ سلنه خاوره نیولې ده.