د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې پراخ جنګونه پیل شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په نیواکي لویدیځې غاړې کښې په څو ښارونو او کلیو باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو د بیګا شپې یرغل له فلسطینیانو سره د نښتې سبب شوی.
ځايي سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د «نابلس» په ختیځ کښې په «بیت فوریک» ښارګي باندې یرغل سره له فلسطینیانو سره جګړه وکړه او په هغوې باندې یې ډزې وکړې.
د اسرائیلو رژیم پوځ دغه راز د رام الله په شمال ختیخ کښې په «المغیر» کلي کښې په غږیزو بمونو سره په اعتراض کونکو برید وکړ او د څو کورونو تلاشیانې یې هم واخیستلې.
په «الخلیل» ولایت کښې هم صهیونیسټ رژیم په «الظاهریه» ښار او «بیت امر» ښارګي باندې یرغلونه وکړل.
د اسرائیلو رژیم پوځیانو د لویدیځې غاړې په شمال کښې هم د جنین ښار په خوا کښې په «السیله الحارثیه» ، «قباطیه» او «برقین» ښارونو او کلیو او دغه راز په «تقوع» ښارګي یرغلونه وکړل او په دغو سیمو کښې یې روشنایۍ انداز واچول.
د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې تاوتریخوالي په بې مخینې ډول زیات شوي او د فلسطین نورو سیمو په تیره بیا لویدیځې غاړې ته د جنګونو د لمن د پراخیدا په هکله د صهیونیسټ رژیم د چارواکو اندیښنه هم زیاته شوې ده.