د ایران او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې
Dec 09, 2025 11:47 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سید عباس عراقچي او اسحاق ډار په ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې د مسائیلو په اړونده د بدلونونو په هکله بحث او غور وکړ.
په اسلام اباد کښې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دفتر څو ساعته مخکې په یوې بیانیې کښې وویل:د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال سناتور محمد اسحاق ډار د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ټيلي فوني خبرې وکړې.
په دغه بیانیې کښې راغلي دي اسحاق ډار او عراقچي د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه او د ایران او د پاکستان ترمینځ په لوړه سویه د پلاویو د تبادلې د ودې د بهیر په هکله یې ډاډ څرګند کړ.
ټیګونه