امریکا به له پولینډ هیوااد څخه خپل عسکر او پوځیان ونه باسي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168268-امریکا_به_له_پولینډ_هیوااد_څخه_خپل_عسکر_او_پوځیان_ونه_باسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پولینډ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «مارچین بوساتسکي» وویل واشنګټن وارسا ته ډاډ ورکړی دی چې خپل پوځي ځواکونه به له دغه هیواد څخه ونه باسي.
(last modified 2025-12-09T09:35:05+00:00 )
Dec 09, 2025 13:54 Asia/Kabul
  • امریکا به له پولینډ هیوااد څخه خپل عسکر او پوځیان   ونه باسي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پولینډ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «مارچین بوساتسکي» وویل واشنګټن وارسا ته ډاډ ورکړی دی چې خپل پوځي ځواکونه به له دغه هیواد څخه ونه باسي.

هغه له ټي وي پي اینفو(TVP Info) ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل پولینډ په خپل هیواد کښې د امریکا د ځواکونو د شتون د دوام په هکله د امریکا لخوا سیاسي تضمین ترلاسه کړی دی.

د پولینډ د خارجه وزیر مرستیال «مارچین بوساتسکي»  جوته کړه  دغه اطمینان چې د اروپایانو او د امریکا د نظرونو ترمینځ احتمالي اختلاف به د پولینډ په امنیت هیڅ اغیز ونلري داسې شی چې حاضردمه پولینډ ورته ضرورت لري.

مخکې د پولینډ دفاع  وزیر «ولادیسلاو کوسینیاک» په تیرې سپتمبر میاشتې کښې ویلي وو هیواد یې چمتو دی چې په خپل هیواد کښې ګڼ شمیر امریکايي پوځيان دیره کړي.

حاضردمه په پولینډ کښې د امریکا کابو لس زره پوځیان دیره دي.