د بلغاریا دولت استعفا وکړه
پارس ټوډې- د بلغاریا لومړي وزیر وروسته له څو اونیو راهیسې د حکومت د اقتصادي پالیسیو پر وړاندې د اعتراضونو او د فساد پر وړاندې د مبارزې د ناتوانۍ له امله، د پنجشنبې په ورځ خپله استعفا وسپارله.
د بلغاریا لومړي وزیر روزن ژلیازکوف، مخکې له دې چې پارلمان د هغه پر وړاندې د بې باورۍ رایه ورکړي، خپله استعفا په ټلویزیوني بیان کې اعلان کړه. دا استعفا په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې بلغاریا د راتلونکي میلادي کال له لومړۍ ورځې څخه له یورو زون سره یوځای شي.
ژلیازکوف، په دې بیان کې د دولت د استعفا د پرېکړې په اعلانولو سره وویل: «زموږ ائتلاف غونډه وکړه او د اوسني وضعیت، هغو ننګونو چې ورسره مخ یو او هغو پرېکړو په اړه چې باید په مسئولیت منلو سره شي، خبرې اترې وکړې.»
د بلغاریا لومړي وزیر زیاته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې په هغه کچه عمل وکړو چې ټولنه یې زموږ څخه تمه لري، قدرت د خلکو له غږ څخه سرچینه اخلي.»
زرګونه بلغاریایي وګړو د چهارشنبې ماښام په صوفیې او د دې هېواد په لسګونو نورو ښارونو او ولسوالیو کې لاریونونه وکړل؛ د اعتراضونو تازه څپې چې د فساد پراخوالي او د پرله پسې حکومتونو د مبارزې د ناتوانۍ له امله د عامه نارضایتۍ ښکارندويي کوي. د بلغاریا ولسمشر رومن رادف هم د دې اونۍ په پیل کې د دولت د استعفا غوښتنه کړې وه.