داعش ډلې د سوریې په پوځیانو د برید مسوولیت ومانه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې پرون د سوریې په شمال لویدیځ کښې د موقته حکومت په عسکرو د حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.
داعش وهابي ټروریسټي ډلې دغه خبر په خپلو تبلیغات چینلونو کښې اعلان کړ او په ادلب ولایت کښې د سوریې په امنیتي ځواکونو باندې د حملې مسوولیت یې پرغاړه واخیست.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت وړمه ورځ په شمال کښې په ادلب ولایت کښې په «معزه النعمان» لاره کښې د لارو د امنیت د ادارې د ځواکونو په یوې ګزمې باندې د وسله وال برید په وخت د دغه ادارې د څلورو غړیو د وژل کیدا او د یوه بل کس د ژوبلیدا خبر ورکړ.
په سوریې کښې اوس هم ډیرې ترهګرې ډلې د امریکا ، د بریتانیا، د فرانسې، د متحده عربي اماراتو، د اسرائیلو او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په مالي ، پوځي او استخباراتي مرستو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.