په سوډان کښې د بې پایلوټه الوتکې برید دوه کسان وژلي
Dec 18, 2025 15:23 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په سوډان کښې د بریښنا شرکت وویل چې د بې پایلوټه الوتکې په برید کښې په شمال کښې په «نهرالنیل» ایالت کښې په «عطبره» کښې د «المقران» په بریښنا کوټ کښې د مدني ځواکونو دوه کسان ووژل شول او د څو ایالتونو بریښنا هم غوڅه شوه.
د سوډان د بریښنا شرکت وویل په دغه برید کښې د بریښنا په څو ټرانسفرمارونو باندې نیغ په نیغه برید شوی او د څو ایالتونو بریښنا غوڅه شوې ده.
په سوډان کښې په جنګونو او شخړو کښې متحده عربي امارات ، امریکا او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه لاسونه لري.
ټیګونه