په سوډان کښې په لسګونو زره ملکي وګړي وژل شوي دي
Nov 06, 2025 13:09 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بشري حقوقو موسسې «ایمنیسټي اینټرنیشنل» په سوډان هیواد کښې رامینځته شویو غمیزو او د دغه هیواد په لویدیځ کښې د تاوتریخوالو په نویو څپو کښې د لسګونو زره خلکو وژلې ته په اشارې
سره په «کردفان» سیمه کښې د وسله والو ملیشا ځواکونو د حملو د زیاتیدا په بهیر کښې د ملکي وګړو د حفاظت غوښتنه وکړه.
د بخښنې نړیوالې موسسې ټینګار وکړ هغه څه چې همدا اوس په سوډان کښې روان دي ډیر غمیزناک او په ټکو سره د هغوې بیانول سخت دي په سوډان کښې لسګونو زره کسان وژل شوي او څه د پاسه دولس میلیونه نور تښتیدا ته مجبوره شوي دي.
د چټک ملاتړ ځواکونه چې ټولې پوځي او مالي مرستې ورسره متحده عربي امارات کوي د کورونو تلاشۍ اخلي او هلته ته وحشیانه حملې ترسره کوي.
ټیګونه