لاتیني هېوادونه ولې د امریکا د لاسوهنې پروړاندې دوهګونی دریځ لري؟
پارسټودي – د مرکوسور په سرمشریزې کې د امریکا د مداخلت په اړه د لاتینې امریکا د مشرانو د نظر اختلاف یو ځل بیا راڅرګند شو.
د پارسټودي د راپور له مخې، د مرکوسور په غونډې کې د برازیل ولسمشر په ونزویلا کې د امریکا پوځي شنږم «انساني غمیزه» وبلله، خو د ارجنټاین ولسمشر پر کاراکاس د واشنګټن ددباؤ هرکلی وکړ. په دغې ناسته کې د برازیل ولسمشر «لولا ډي سیلوا» په پریکنده او سخته لهجه د امریکا پوځي مداخله «انساني غمیزه» وبلله او خبرداری ئې ورکړ چې په سیمې کې د بهرنیو قدرتونو شتون د مالویناس (فالکلنډ) جګړې یاد تازه کوي او د جنوبي امریکا د ملتونو د خپلواکۍ لپاره ګواښ دی. هغه د سولهییزو حللارو پر موندلو ټینګار وکړ او ان د واشنګټن او کاراکاس ترمینځ ئې د منځګړیتوب وړاندیز هم وکړ.
ددې په اپوټه، د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلی پر ونزویلا د امریکا د دباؤنو او د ټرمپ د ګواښونو هرکلی وکړ او د مادورو د حکومت کړنې ئې پر سیمې «تور سیوری بللی او ټینګار ئې وکړ چې باید د بهرنیو مرستو په وسیله دې دغه وضعیت پاي ته ورسیږي.
د سیمې د دوو لویو هېوادونو ترمینځ دا څرګند اختلاف ښئي چې لاتینې امریکا لا هم د ګډو بحرانونو پر وړاندې واحد دریځ ته نه ده رسېدلې او لا هم د دوو بېلابېلو فکري او سیاسي بهیرونو ترمینځ سرګردانه ده. په حقیقت کې، دا دریځونه یو ځل بیا هغه واقعیت څرګندوي چې کلونه کېږي د دې وچې په بهرني سیاست کې روان دی:
د ونزویلا بحران او پر دغه هېواد د امریکا د غیررسمي جګړې اعلان دا درز لا ژور کړی دی؛ د لاتینې امریکا ځینې هېوادونه د امریکا او لوېدیځي هېوادونو په ملتیا د مادورو حکومت ناروا بولي او د نظام بدلون اړین ګڼي، په داسې حال کې چې چپپاله هېوادونه د مادورو ملاتړ کوي او د امریکا له مداخلتونو سره مخالفت کوي.
اقتصادي عامل هم په دې دوهګوڼتیا کې مهم رول لري. د ارجنټاین پشمول، هغه هېوادونه چې د امریکا پانګونې او مالي ملاتړ ته اړتیا لري، واشنګټن ته نږدې دي او دریځونه ئې د امریکا له سیاستونو سره ډېر همغږي دي. په مقابل کې، هغه هېوادونه چې هڅه کوي اقتصادي خپلواکي ولري، لکه برازیل او مکسیکو، د امریکا له دباؤنو سره مخالفت کوي. د ونزویلا پراخې تیلي زیرمې هم دغه اختلاف ته لمن وهي، ځکه چې د دغو سرچینو کنټرول د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره حیاتي اهمیت لري، او د سیمې ځینې هېوادونه هم د انرژۍ د اړتیا له امله بېلابېل دریځونه خپلوي.
البته د دغه شان دوهګوڼي دریځونه ډيرې درندې او خطرناکې پایلې هم لري . لومړی دا چې سیمهییز یووالی زیانمنوي او لاتینې امریکا د بحرانونو پر وړاندې له یو موټي رول لوبولو ګرځوي. دویم دا چې د حکومتونو ترمینځ اختلاف د بهرنیو قدرتونو، په تیره بیا د امریکا، د لا زیات نفوذ لپاره لاره هواروي او سیمهییزه خپلواکي له ګواښ سره مخ کوي. دریم دا چې که د واشنګټن دباؤ پوځي اقدام ته ورسېږي،نو د هېوادونو ترمینځ داخلي درزونه بحران لا پسې ژور ولی او ان د سیمې د ملتونو ترمینځ پراخو شخړو ته لاره هوارولی شي. دا دوهګوڼتیا د لاتینې امریکا پر راتلونکې، ډیموکراسۍ او بشري حقوقو هم سیوری غوړوي.
په حقیقت کې، د ونزویلا د بحران او د امریکا د مداخلې په اړه د سیمې د هېوادونو ضد ونقض دریځ له بهرنیو قدرتونو سره د پېچلي تاریخي اړیکو، داخلي سیاسي او ایئډیالوژیکو اختلافونو، اقتصادي اړوندوالو او جیوپولیټیک سیالیو انعکاس دی. دا وضعیت ښئي چې لاتینې امریکا لا هم نه ده توانېدلې چې په خپل بهرني سیاست کې واحد او یو موټی هویت رامینځته کړي او لا هم د خپلواکۍ غوښتنې او اړوندوالی، د چپ او ښی پالو ګروهنو، او د لنډمهالو او اوږدمهالو ګټو ترمینځ سرګردانه دی. د دغې سیمې راتلونکی تر ډېره په دې پورې تړلی دی چې مشران ئې څومره ګډې او سولهییزې حللارې موندلی شي؛ داسې حللارې چې ریښتینې خپلواکي وساتي، د امریکا تسلط پيزواني کړي او داخلي بحرانونه د بهرنیو قدرتونو له پوځي مداخلې پرته اداره کړي.