د فرانسې او د بریتانیا پینځلس زره پوځیان اوکراین ته استول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169418-د_فرانسې_او_د_بریتانیا_پینځلس_زره_پوځیان_اوکراین_ته_استول_کیږي
پارس ټوډی راپور راکړی «ټایمز» مجلې د خبرو سرچینو په قول راپور ورکړ د بریتانیا او د فرانسې حکومتونه اراده لري چې اوکراین ته خپل پینځلس زره پوځیان واستوي.
(last modified 2026-01-11T01:45:30+00:00 )
Jan 11, 2026 06:06 Asia/Kabul
  • د فرانسې او د بریتانیا پینځلس زره پوځیان اوکراین ته استول کیږي

پارس ټوډی راپور راکړی «ټایمز» مجلې د خبرو سرچینو په قول راپور ورکړ د بریتانیا او د فرانسې حکومتونه اراده لري چې اوکراین ته خپل پینځلس زره پوځیان واستوي.

مخکې د انګلستان دفاع وزارت د اوکراین د ملاتړي ائتلاف د غړیو هیوادونو د څلورشپیته زره ځواک د یوې برخې په توګه «کي یف» ته د لس زره عسکرو د استولو وړاندیز کړی و، خو اوس دغه شمیر اوه نیم زرو پوځیانو ته کم کړی شوی دی.

د دغه راپور پراساس د فرانسې د اوه نیم زره عسکرو په څنګ کښې استونیا هیواد هم نیت لري څو سوه پوځیان اوکراین ته واستوي او جرمني هم چمتو ده د اوکراین سرحدونو ته نږدې په رومانیا یا پولینډ هیواد کښې خپل پوځیان دیره کړي.