اسرائیلو د غزې پرضد بمباریو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو د فلسطین د غزې تړانګې په مرکز کښې د «دیر البلح» ښار په ختیځ باندې درې ځله بمباریانې وکړې.
مخکې د غزې تړانګې د حکومتي رسنیو دفتر په یوه راپور کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د یوزر او یوسل درې نوي ځله د اوربند د خلاف ورزیو خبر ورکړ.
دغه دفتر زیاته کړه په تیرو نوي(۹۰) ورځو کښې د صهیونیسټ دښمن لخوا د اوربند د خلاف ورزیو په وجه د غزې تړانګې څلور سوه څلور اتیا ښاریز شهیدان شوي دي.
بل خبر دا چې د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم له حملو وروسته تر نن ورځې پورې د شهید شویو فلسطیینانو شمیر له یواویا زره او څلور سوه کسانو څخه اوښتی او دغه راز یولک او یواویا زره نور کسان ژوبل شوي هم دي.
اسرائیلو په غزې کښې دیره بې سرحده ډاکټرانو ته د کار د بندولو حکم ورکړی دی.