د عراق د غږملتیا د چوکاټ د وحدت په ساتلو ټینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169710-د_عراق_د_غږملتیا_د_چوکاټ_د_وحدت_په_ساتلو_ټینګار_وشو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني او د ملي حکمت د ګوند مشر سید عمار حکیم د غږملتیا د چوکاټ دننه د انسجام او د وحدت د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2026-01-19T01:37:17+00:00 )
Jan 19, 2026 06:04 Asia/Kabul
  • د عراق د غږملتیا د چوکاټ د وحدت په ساتلو ټینګار وشو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني او د ملي حکمت د ګوند مشر سید عمار حکیم د غږملتیا د چوکاټ دننه د انسجام او د وحدت د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ.

د عراق د ملي حکمت ګوند مشر عمار حکیم په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره یې کتنه او د هیواد د سیاسي بدلونونو په هکله مشوره کړې ده.

عمار حکیم وویل په دغه کتنه کښې په قانوني مهلت کښې د ولسمشر او د لومړي وزیر د څوکیو په ټاکلو ټینګار وکړ.

د عراق د ملي حکمت ګوند مشر عمار حکیم مخکې په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې د انتخاباتو د نتیجې احترام کول او د حکومت په جوړولو کښې چټکیا یو ملي ضرورت دی وویل عراق په داخلي وحدت سره د سیمې له جیو پولیټیک زلزلې تیریدلای شي.