وینزویلا له ایران سره اړیکو ته هماغه راز دوام ورکوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د وینزویلا موقته ولسمشرې میرمن« ډلسي روډریګز» ټینګار وکړ چې دغه هیواد د ایران ، د چین او د روسیې په شمول له ټولو هیوادونو سره د اړیکو د لرلو حق لري او مونږ به له ایران سره اړیکو ته دوام ورکړو.
هغې د وینزویلا په پارلمان کښې د مجریه قوې د کلنې کړچار د راپور د وړاندې کولو په وخت په خپلې وینا کښې وویل: په وینزویلا باندې د امریکا تیري د واشنګټن او د کاراکاس په اړیکو کښې تور داغ رامینځته کړی دی خو په اوسنیو سیاسي شرایطو کښې نیت لرو د امریکا او د وینزویلا ترمینځ د موجودو اختلافاتو او د مشکلاتو د حل کولو لپاره ډيپلوماټیکې لارې ته دوام ورکړو.
د وینزویلا موقته ولسمشري روډریګز دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د وینزویلا ملت یو خپلواکه ملت وویل مونږ حق لرو له ایران ، چین ، روسیې ، کیوبا او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ډيپلوماټیکې اړیکې ولرو.
هغې وویل چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغې د میرمنې سیلیا فلورس د خوشي کولو لپاره به چې امریکا په غیر قانوني ډول تښتولي دي ټوله هڅه وکړي.