د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ارجنټاین اقدام په کلکه وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169744-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزارت_د_ارجنټاین_اقدام_په_کلکه_وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سپاه پاسداران ځواک باندې تور لګولو کښې د ارجنټاین هیواد اقدام په کلکه وغاند.
(last modified 2026-01-20T02:37:58+00:00 )
Jan 20, 2026 05:02 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ارجنټاین اقدام په کلکه وغاند

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سپاه پاسداران ځواک باندې تور لګولو کښې د ارجنټاین هیواد اقدام په کلکه وغاند.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک باندې په ناوړه تور لګولو کښې د ارجنټاین هیواد نه توجیه وړ اقدام په کلکه وغاند او هغه یې د ایران د ګټو او د امنیت پرضد یو اقدام وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت د ایران په وسله والو ځواکونو  باندې په تور لګولو کښې د ارجنټاین هیواد د نا توجیه وړ او غیر قانوني اقدام د غندلو لپاره یوه بیانیه خپره کړه.

د ایران د خارجه وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي دغه وزارت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په یوې برخې باندې د چټي تورونو په لګولو کښې د ارجنټاین د نه توجیه وړ فیصله په کلکه غندي او هغه د ایران د ملي ګټو او د امنیت پرضد یو اقدام ګڼي.