امریکا او اسرائیل د ایران پرضد د ترکیبي جنګ نشه لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی امریکا په اټومي ډګر کښې مجبوره دی چې له بشپړه جنګونو ډډه وکړي ځکه چې دغه جنګونه په اسانۍ سره د اټومي تاوتریخوالي سبب کیدلای شي.
په بدل کښې امریکا ترکیبي یعني هیبریډي جنګونو ته مخه کوي داسې ترکیبې جنګ چې د اسرائیلو په ملګرتیا سره د ایران په هکله کاملا ښکاره دی.
په تیرو اونیو کښې مو د دغو جنګونو دوې(۲) بیلګې په وینزویلا او ایران کښې ولیدلې.
په هرو دواړو موردونو کښې ترکیبی جنګ په فلج کونکو اقتصادي بندیزونو، هدفمنو پوځي بریدونو، سایبري جنګونو ، ناکراریو ته په لمن وهلو، پرله پسې دروغو ویلو او ناسمو اطلاعاتو څخه په کار اخیستلو سره مخ ته یوړل شوی.
دغه دواړه د اوږدې مودې پروژې د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای دي کومې چې همدا اوس نورې هم زیاتې شوي او دواړه پروژې به د ډیرې ګډوډۍ سبب شي.
امریکا د اسرائیلو په ملګرتیا سره د ایران پرضد خپل ترکیبي جنګ زیات کړی دی.
د امریکا او د اسرائیلو لخوا د ورانکارۍ، د هوايي بریدونو او د هدفمنو ټرورونو احتمال شته.
له وینزویلا سره د ایران تفاوت دا دی چې د ایران پرضد ترکیبي جنګ په اسانۍ سره په یوه ورانونکي سیمه ئیز او حتی په نړیوال جنګ بدلیدلای شي.
په سیمه کښې د امریکا متحدان په تیره بیا د فارس خلیج عرب هیوادونه پراخې ډيپلوماټیکې هڅې کوي چې ولسمشر ټرامپ د ایران پرضد له پوځي اقدام څخه ډډه کولو او شاتګ کولو ته قانع کړي.