د ایران اسلامي جمهوریت بهرني دباو ته نه تسلیمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169890-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_بهرني_دباو_ته_نه_تسلیمیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو او په جینیوا کښې په نورو نړیوالو موسسو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «علي بحریني» د ایران په باره کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې ډاګینه کړه چې تهران د خارجي دباو په مقابل کښې نه تسلیمیږي او پټ تیری چې د اندیښنې په جامو کښې وړاندې کیږي نه زغمي.
(last modified 2026-01-23T23:31:22+00:00 )
Jan 24, 2026 03:57 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت بهرني دباو ته نه تسلیمیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو او په جینیوا کښې په نورو نړیوالو موسسو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «علي بحریني» د ایران په باره کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې ډاګینه کړه چې تهران د خارجي دباو په مقابل کښې نه تسلیمیږي او پټ تیری چې د اندیښنې په جامو کښې وړاندې کیږي نه زغمي.

علي بحریني وویل مونږ نن دلته یوو چې واقعیتونه بیان کړو او د خپلو خلکو دفاع وکړو او زیاته یې کړه د دغه غونډې بنسټګران او هغه نتیجه چې د هغې لپاره یې په نظر کښې نیولې ده هیڅکله په حقیقي ډول د ایران د خلکو د بشري حقوقو اندیښنه نه ده لرلې ګڼي په ایران باندې به یې غیر انساني بایکاټونه نه لګول کوم چې د ایران د هر وګړي بنیادي حقونو خلاف ورزۍ کوي.

دوې به دغه راز د اسرائیلو رژیم د تیریګر جنګ ملاتړ نه کاوه؛ داسې جنګ چې د ایران څه د پاسه پینځه زره کسان یې مړه او ژوبل کړل او په بې پامۍ سره یې هغه د خپل سخا کار په توګه یاد کړ.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي علي بحریني زیاته کړه په دغه غونډې کښې د داسې کس شتون چې د امریکا د خارجه وزارت لخوا مالي تامینیږي او د ایران له خلکو سره هیڅ سمون نه خوري په خپله د هغه تریخ حقیقت روښانه نښه ده چې دغه غونډه یوازې د ایران پرضد د دباو لپاره  د یوه اوزار په توګه کارول کیږي.

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت د دغه ځانګړي غونډې روا والی او  اعتبار او د هغې پریکړه لیک په رسمیت نه پيژندي او زیاته یې کړه ایران د تاوتریخوالو او د ترهګرۍ د اقداماتو  په هکله د ځواب د ورکولو د تضمین او د تحقیق لپاره خپلواکه ملي سازوکارونه لري.