هیڅوک د مقاومت د له مینځه وړلو جوګه نه دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د« وفادارۍ د فراکسیون» استازي «علي مقداد» د لبنان په پارلمان کښې وویل حزب الله غورځنګ به لبنان د اسرائیلو رژيم د تیریو په مقابل کښې وساتي او هیڅ قدرت نشي کولای هغه په کورني یا نړیوال ډګر کښې له مینځه یوسي.
علي مقداد د بیروت په جنوب کښې په «حزین» کلي کښې په سیاسي غونډه کښې چې د حزب الله غورځنګ د عمومي اړیکو لخوا ترسره شوه لبنان د ستر اسرائیل له پروژې سره د مبارزې لومړنی سنګر وباله او د خپل هیواد خاورې ته د صهیونیسټ رژیم د ځواکونو د ورتلو په مخه نیولو یې ټینګار وکړ.
هغه وویل اسرائیلو تراوسه په لبنان باندې خپل تیري نه دی بند کړي او مونږ به دغه دښمن ته هیڅ فرصت ورنکړو چې له امنیتي او استخباراتي لارې زمونږ تر مینځ نفوذ وکړي.
د لبنان دغه سیاسي شخصیت په دې خبرې باندې ټینګار سره حزب الله مقاومت غورځنګ چې په تیرو کلونو کښې یې لبنان ساتلی دی هماغه راز دغه ماموریت ته دوام ورکړي.
هغه وویل لبنان ضرورت لري چې مونږ ګیر چاپیر کینو او خبرې وکړو ځکه چې د اسرائیلو رژيم د ټول لبنان او د ټولو فرقو او پرګنو دښمن دی.