په پاکستان کښې په جنایتکارانه حملې کښې د امریکا لاس ښکاره دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر د پاکستان په پلازمیني اسلام اباد کښې په «ترلايي» سیمه کښې په «حضرت خدیجه الکبری سلام الله علیها» جومات کښې حمله چې لسګونو کسان یې شهیدان او ژوبل کړي دي یوه خائنانه او جنایتکارانه حمله وبلله چې د امریکا لاس پکښې ښکاره دی.
د یمن انصار الله غورځنګ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د پاکستان خلکو ته د تسلیت په ویلو سره ټینګار وکړ په دغه جنایتکارانه ترهګرې حملې کښې په واضح ډول د امریکا لاس دی کومه چې د تکفیري اوزارونو له لارې هڅه کوي له داخل څخه په اسلامي امت ګوزار وکړي.
انصار الله غورځنګ زیاته کړه امریکا د تکفیري اوزارونو له لارې هڅه کوي اسلامي امت د داخلي فتنو په رامینځته کولو سره د اسلامي سپیڅلتیاو او د امت پرضد د دښمانانو له دسیسو سره په مقابلې کولو منع کړي.
د یمن د انصار الله سیاسي دفتر دې ته په اشارې سره چې امریکا ترهګرۍ رامینځته کړې ده وویل امریکا په ټوله دنیا کښې د جنایتونو ، وحشي توب او دترهګرۍ تر ټولو ستره رسمي ملاتړي او حمایت کونکې ده.