نه وسلې سپارو او نه په غزې کښې لاسوهنه منو
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مهم مشر «خالد مشعل» د امریکا او د اسرائیلو د غوښتنو په ردولو سره وویل د فلسطین مقاومت غورځنګ حماس به نه خپلې وسلې پر ځمکه کیږدوي او نه به په غزې تړانګه کښې خارجي لاسوهنه قبوله کړي.
هغه وویل د فلسطین په خلکو به د فلسطین خلک حکومت وکړي.
د فلسطین د حماس غورځنګ مهم مشر «خالد مشعل» د فلسطین د سولې له شورا چې امریکا جوړه کړې ده وغوښتل چې یو انډوله دریځ غوره کړي چې پراساس یې د غزې د بیا رغولو او هلته دوه ویشت لکه خلکو ته د مرستو د رسولو امکان برابر شي.
هغه وویل تر څو چې د اسرائیلو نیواک وي زمونږ مقاومت به هم دوام ولري او زیاته یې کړه مقاومت تر نیواک لاندې د خلکو یو حق دی.
د فلسطین حماس غورځنګ بیا بیا ویلي دي چې د وسلو سپارل زمونږ سره کرښه ده خو ویلي یې دي دوې د فلسطین راتلونکي حکومت ته د خپلو وسلو د سپارلو په هکله غور کولای شي.