د لمر په حضور کښې
(د آذربایجان له خلکو سره په کتنه کښې د معظم رهبر وینا)
د سږ کال د سلواغې د میاشتې په اتویشتمه نیټه، په تبریز کښې د ۱۳۵۶ کال د سلواغې په ۲۹ نیټه د دغه ښار د خلکو د ټاکونکي پاڅون د کلیزې په درشل کښې، د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د آذربایجان شرقي ولایت له زرهاو خلکو سره وکتل.
د لمر په حضور کښې د لړۍ نننۍ برخه د همدغې کتنې او په کښې د معظم رهبر د مهمې وینا په هکله دی،
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغې کتنې په پیل کښې، د ۱۳۵۶ کال د سلواغې په نهویشتمه نیټه د تبریز د خلکو د پاڅون په هکله وفرمایل: د هر کال د سلواغې د میاشتې نهویشتمه نیټه یو داسې تاریخي علامت دی چې بیخي د هیریدو نه دی. وخت پیژندنه، پر وخت اقدام او سرشیندنه د دغې پيښې ځانګړنې دي.
معظم رهبر زیاته کړه: زه غواړم چې هم دا اول خپله سپارښتنه وکړم. دا وخت پیژندنه مه پریږدئ، دا پر وخت شتون له لاسه مه ورکوئ، دا یو ستر امتیاز دی. آذربایجان ژوندی دی او سا لري. یو ژوندی او تاند ولس هیڅکله د دښمن په سیاسي لوبو او چلولونو نه غولیږي. د خدای په فضل تاسو دا وخت پیژندنه او موقع پیژندنه ساتلې ده. سږ کال د سلواغې په دوویشتمه نیټه مونږ ته په راکړو رپورټونو کښې یو دا و چې په ټولو ښارونو کښې د خلکو شمیر زیات شوی و خو په تبریز کښې دوه چنده و.
*/*/*/
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د آذربایجانِ شرقي له خلکو سره کتنه یوه استثنايي کتنه وبلله او ویې لرمایل: زما عزیزانو! زمونږ سږنۍ او نننۍ کتنه، یوه استثنايي کتنه ده، سږنی کال ډیر عجیبه و، یو داسې کال و چې د ایران ولس په کښې له دولس ورځني جنګ نه واخلې تر دې وروستیو ورځو پورې څو ځلې خپل عظمت، خپله اراده، خپل کلک هوډ او خپلې توانمنۍ وښودلې او وړاندې یې کړې.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په بله برخه کښې د (فکر او تحلیل) د خاوندانو له خولې د جدي د میاشتې د فتنې د ماهیت او اړخونو بیانول ضروري وبلل او څرګنده یې کړه: دا څه چې وشول د یوشمیر قهریدلو ځوانانو حرکت او غلبلی نه و بلکې «یوه پلان شوې کودتا» وه چې د ایران د ولس تر پښو لاندې چخڼي شوه.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دې موضوع په وضاحت کښې زیاته کړه: د امریکې او صهیونیسټي رژيم استخباراتي او جاسوسي ادارو د ځینو نورو هیوادونو د استخباراتو په مرستې سره، له ډیرې مودې راهیسې یې یوشمیر شرور یا د شرارت زمینه لرونکي کسان جذب کړل او بهر یې ورته روزنه او پیسې او وسلې ورکړې او د وراني او په پوځي او حکومتي مرکزونو باندې د حملې لپاره یې هیواد ته راواستول ترڅو په مناسب وخت میدان ته راووځي او دغه فرصت، د مرغومي د میاشتې په نیمايي کښې په لاس ورغی.
معظم رهبر تر تاثیر لاندې د یوشمیر بې تجربې او ساده خلکو راوستل د فتنې د آمرانو او عاملانو یو بل ګام وباله او زیاته یې کړه: روزل شویو عناصرو، دا ډول کسان مخکښې واستول او خپله هم په مختلفو وسلو او د قهرجن او بې پروا حرکت په سیاست سره میدان ته راووتل او د داعش په شان یې په عجیبه تشدد سره اورونه ولګول، خلک یې ووژل او ورانی یې وکړ. */*/*/*/
آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دښمنانو د دغو اقداماتو اصلي هدف، د نظام د ستنو لړزول وبلل او څرګنده یې کړه: هدف دا و چې د نظام ستنې سستې کړي، په لړزا یې کړي، حساس مرکزونه ونیسي، د راډیو او ټیلیویژن اداره ونیسي وغیره وغیره...
پولیس، بسیجي او د سپاه ځواکونه او ګڼ شمیر هغه ځوانان چې نه بسیجیان وو او نه د سپاه کسان، د دوي مخې ته اودریدل. ځینو ورسره په تش لاس مقابله وکړه، ځیني په کښې شهیدان شول خو آخر څه وشول؟ آځر دا چې که دښمن یې مني او که نه، دغه کودتا چې په دې دومره زحمت، دومره خرچ او په ډیرو اټکلونو سره یې په هیواد کښې پلان کړې وه، له ماتې سره مخامخ او ناکامه شوه. دا وړه پیښه نه ده بلکې ډیره مهمه پیښه ده.
معظم رهبر په دوام کښې وویل: خیر هر څه چې پيښ شول، د دښمن ماتې او د ایران د ولس بریا وه. ورپسې د مرغومې د دویشتمې او بیا هم د سلواغې د دویشتمې عجیبه لاریونونه وو چې په رښتیا د خلکو دغه ستر او ګڼ خوځښت، الهي آیت او نښه وه. د ایران ولس چې وتوانیده د دښمن له بدنیتۍ او د دښمن له دسیسې دا شان بریالی راووځي، دا بریا باید وساتو چې دا هم په تیارۍ، خوښیارۍ او ملي یووالي سره کیږي.
*/*/*/*
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا بله برخه په وروستۍ فتنې کښې وژل شویو ته ځانګړې کړه او ویې ویل: مونږ د تویو شویو وینو په وجه عزادار او ویرجن یو البته په وژل شویو کښې ځیني، خپله هغه مفسدان او فتنه پالان او کودتاچیان وو، په هغو کښې د یوشمیر کسانو اجل رارسیدلی و او ووژل شول او خدای به ورسره پوهیږي، په هغوي کار نه لرو. خو یوشمیر نور هغه وو چې له هغو څخه نه وو، درې ډلې وې، زه وژل شوي او سرونه بایللي په دریو ډلو ویشم، یوه ډله د امنیت مدافع او د نظام د سلامتیا دفاع کوونکي ځواکونه وو، که هغه پولیس ځواکونه دي که بسیجي او که د سپاه او که هغه کسان چې د دوي ترڅنګ ولاړ وو او شهیدان شول. دا په غوره شهیدانو کښې شامل دي، یوه ډله دا کسان وو.
بله ډله لارویان دي، کله چې فتنه ګر په ښار کښې فتنه جوړوي نو یوازې ورسره مقابله کوونکي کسان نه وژل کیږي بلکې بیګناه خلک، مثلاً یو کس چې د خپل کار د ځاې یا د کور په لور روان وي، یوشمیر دغه ډول کسان شهیدان شول، هغوي هم شهیدان دي په دې وجه چې د دښمن په فتنه کښې شهیدان شوي دي. دا ګولۍ چې له هرې خوا راغلې وي، د دښمن په فتنه کښې وژل شوي دي ځکه دا دویمه ډله هم شهیدان دي. دریمه ډله هغه کسان دي چې غولیدلي دي، ساده توب یې کړی دی، بې تجربې وو، له فتنه ګرو سره ملګري شول. زه غواړم ووایم چې هغوي هم له مونږ څخه دي، هغوي هم زمونږ اولادونه دي. په هغو کښې هم یوشمیر پښیمانه شول. ځینو په کښې ماته لیکونه راواستلو چې مونږ په هغه ورځ سړکونو ته راووتلو وغیره وغیره، مونږ وبخښه، په زندان کښې هم نه وو، آزاد وو، خو پښیمانه شول، تیروتلي دي. کوم کسان چې له هغوي هم ووژل شول، چارواکو هغه هم شهیدان وګڼل، په دې وجه د شهید ګڼل شویو مړو دایره ډیره پراخه ده، بې د فتنې له خاوندانو او لیډرانو او هغو کسانو چې له دښمن څخه یې پیسې واخیستې، وسلې یې واخیستې، له هغوي نه علاوه نور ټول که هغه د امنیت مدافع کسان وي که لارویان او که حتی هغه کسان چې یو څو ګامه له فتنه ګرو سره ملګري شول چې دوي هم زمونږ بچیان دي او مونږ ورپاره د رحمت دعا غواړو، بخښنه ورله غواړو، تیروتي دي، متعال خدای دې له غلطۍ تیر شي ان شاء الله
*/*/*/*
د آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د وینا بله برخه، امریکې لره ځانګړې وه. دوي امریکا، یوه مخ په ختمیدو امپراطوري وبلله او څرګنده یې کړه:
د امریکې د مخ په ختمیدو امپراطورۍ په هکله دومره وایم چې په رښتیا مخ په زوال ده، اقتصادي ستونزه لري، سیاسي ستونزه لري، له ټولنیزو ستونزو سره مخ ده، د امریکې له نیمايي ډیر خلک خپل اوسنی ولسمشر نه مني، دا د یو هیواد ستونزې دي، دوي په مشکلاتو کښې ډوب دي. زه یوه خبره کول غواړو چې له امریکې سره زمونږ مسئله دا ده چې هغوي غواړي ایران ونغري خو د ایران ولس یې خنډ دی، اسلامي جمهوریت یې د لارې خنډ دی. دوي غواړي چې د ایران په ولس تسلط پيدا کړي. دا کومې خبرې هم چې د امریکې ولسمشر کوي، چې زه به ورته اشاره وکړم، کله ګواښ کوي، کله وايي چې فلانې کار باید وشي، فلانې کار دې وشي، معنا يې دا ده چې دوي د ایران په ولس باندې د ولکې په تکل کښې دي.
د ایران د ولس خپل اسلامي او شیعي درسونه ښه زده دي، پوهیږي چې څه وکړي. امام حسین (علیه السّلام) فرمایلي دي: زما په شان کس، د یزید په شان کس بیعت نه کوي.
د ایران ولس په حقیقت کښې وايي: زمونږ په شان ولس، په دې کلتور، په دې مخینې او په دې لوړو معارفو سره د داسې فاسدو کسانو په شان واکمنانو سره چې نن په امریکې باندې واکمن دي، بیعت نه کوي.
*/*/*/*
آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د بدنامې جزیرې (اپسټین جزیرې) په پیښه کښې د حیرانوونکو فسادونو په ډاګه کیدل، د لویدیځ د تمدن او لیبرل ډیموکراسۍ نښه وبلله او زیاته یې کړه: د لویدیځو مشرانو د فساد په هکله مو چې هر څه اوریدلي وو، هغه یوې خوا ته او د دې جزیرې پيښه بل خوالله البته دا د هغوي د پراخو فسادونو یوازې یوه نمونه ده او لکه څنګه چې دا مسئله پټه خو خو په ډاګه شوه، داسې نورې ډیرې پیښې شته چې وروسته به رسوا او څرګندې شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران خلاف په امریکا کښې د فعالو صهیونیسټي رسنیو او د امریکې د حکومتي چارواکو په تبلیغاتو او څرګندونو باندې د واکمنې ګواښ فضا ته په اشارې سره وفرمایل: تاسو د تبیرز خلکو او د ایران ولس د سلواغې په دوویشتمه نیټه د هغوي د ګواښونو او بې معنا خبرو ځواب ورکړ او په ډاګه مو کړه چې ګواښ نه یوازې اثر نه لري بلکې د ولس د انګیزې د لازیاتیدو لامل هم ګرځي. هغوي خپله هم پوهیږي. خپله امریکایان چې اوس تل ګواښ کوي چې جنګ کیږي، هغه کیږي او دا کیږي، پوهیږي چې د دې کارونو طاقت نه لري، اقتصادي او سیاسي ستونزې او نړیوال اعتبار او آبرو یې د دې کار پوره توان نه لري، په دې خبر دي، پوهیږي چې که چیرې تیروتنه وکړي نو له کوم راتلونکي سره به مخ شي.
*/*/*/*
د اسلامي انقلاب معظم رهب رد خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د امریکې مخ په زوال راتلونکي ته په اشارې سره وفرمایل: د امریکې د فاسدې او ظالمې امپراطورۍ یوه نښه د هغوي بې عقلي ده، بې منطقه دي. یو حکومت چې کله یو کار ترسره کوي، باید یو منطق یې ترشا وي، بې منطقه دي. د هغوي یوه بې عقلي، زمونږ د هیواد له کورنیو مسائلو سره د هغوي د اړیکې او ارتباط مسئله ده.
اول دا چې د ایران په کورنیو مسائلو کښې لاسوهنه کول غواړي. زمونږ یوه کورنۍ مسئله چې مونږ ته ډیره مهمه ده، زمونږ د وسلو مسئله ده. مونږ باید دفاعي وسلې ولرو. که یو هیواد دفاعي وسلې ونه لري هغه د دښمنانو ترپښو لاندې چخڼي کیږي.
دفاعي وسلې زمونږ د ولس له واجباتو څخه دي. امریکان هسې عبث په دې مسئله کښې لاسهونه کوي چې «تاسو فلانې ډول توغندی ولرئ، فلانې ډول مه لرئ، تر فلاني واټن پورې ولرئ، له هغه واټنه زیات ونه لرئ»، ستا یې پرې څه؟ په تا پورې څه اړه لري؟ دا د ایران په ولس پورې اړه لري.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د هیواد د اداره کولو او د درملنې، کرهڼې او انرجۍ لپاره له صلحه ایز ایټمي صنعت څخه د ایران د برخمنتیا په حق کښې د امریکې دخالت، د هغوي بله بې عقلي وبلله او امریکایانو ته یې وویل: دا د ایران په ولس پورې اړونده مسئله ده. په تاسو پورې هیڅ اړه نه لري.
دوي د خلکو دې شعار ته په اشارې سره چې «ایټمي انرجي زمونږ جوت حق دی» څرګنده کړه: له ایټمي او د غني سازۍ له تاسیساتو د برخمنتیا حق د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په تړونونو او آیین نامو کښې هم د ټولو هیوادونو لپاره په رسمیت پیژندل شوي دي او په ملي حقوقو کښې د امریکایانو لاسوهنه، د هغوي د نننیو او پرونیو چارواکو د نامنظم فکر نښه ده.
آیت الله العظمی خامنه اي د امریکایانو لاعجیبه بې عقلي، مذاکرې ته د هغوي د بلنې ډول وباله او څرګنده یې کړه: هغوي وايي راځئ چې د ایټمي انرجۍ په هکله سره خبرې اترې وکړو خو نتیجه یې باید دا وي چې تاسو ایټمي انرجي ونه لرئ.
*/*/*/*
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې که چیرې مذاکرات کیږي، له مخکښې نه یې د نتیجې ټاکل یو غلط او له بې عقلۍ ډک کار وباله او زیاته یې کړه: دا ابلهانه کار د امریکې حکومت او ولسمشر او ځیني سناټوران کوي او فکر نه کوي چې دا لار د هغوي لپاره یو بندون دی.
د انقلاب معظم رهبر د دنیا د ترټولو طاقتور پوځ د لرلو په هکله د امریکې د ولسمشر بیابیا ګواښونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د دنیا ترټولو پياوړی پوځ هم کله ناکله ممکنه ده داسې څپیړه وخوري چې د بیا راپورته کیدو توان هم ونه لري. تل وايي چې مونږ د ایران په لور بیړۍ لیږلې ده، ډیره ښه ده، البته بیړۍ یوه خطرناکه وسیله ده خو له بیړۍ لاخطرناکه هغه وسله ده چې کوې شي دغه بیړۍ د سمندر تل ته واستوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د ۴۷ کلونو له تیریدو سره سره د اسلامي جمهوریت په نابودولو کښې په ناتوانۍ باندې د امریکې د ولسمشر اعتراف ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د امریکې ولسمشر په خپلې یوې وروستۍ وینا کښې ویلي چې ۴۷ کاله وشول چې امریکا نه ده توانیدلې د ایران اسلامي جمهوریت له مینځه یوسي. دا یو ښه اعتراف دی. زه وایم، ته هم دا کار نه شې کولې.
د ایران اسلامي جمهوریت یعنې یو ژوندی ولس. اسلامي جمهوریت له خلکو یو بیل حکومت نه دی او د خدای په فضل یې په دې ۴۷ کلونو کښې پرمختګ کړی دی. هغه ورځ چې اسلامي جمهوریت یو تنکی نیالګی و، تاسو له ځمکې راونه ایستی شو، او نن د خدای په فضل اسلامي جمهوریت یوه لوړه او میوه داره پياوړې ونه ده.
*/*/*/*/*/*