شهید رهبر، الهام بخښونکی مشال
https://parstoday.ir/ps/news/event-i171430-شهید_رهبر_الهام_بخښونکی_مشال
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! لکه څنګه چې ټول پوهیږو، اسلامي نظام په یو کس پورې پیئلی نه دی او د اسلامي نظام د مشرانو او رهبرانو په شهادت سره د دې نظام لاره نه ده بنده شوې او نه به اودریږي.
(last modified 2026-03-16T08:06:19+00:00 )
Mar 16, 2026 12:21 Asia/Kabul
  • شهید رهبر، الهام بخښونکی مشال

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! لکه څنګه چې ټول پوهیږو، اسلامي نظام په یو کس پورې پیئلی نه دی او د اسلامي نظام د مشرانو او رهبرانو په شهادت سره د دې نظام لاره نه ده بنده شوې او نه به اودریږي.

که څه هم د انقلاب د معظم رهبر حضرت امام خامنه اي شهادت، د ایران د ولس او د ټول اسلامي امت لپاره یوه ترخه پیښه ده خو د اسلامي نظام او د شهید رهبر روښانه لاره به تل ترتله دوام ولري.

دوستانو په دې پروګرام کښې د شهید رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د شخصیت ځینې نورې ځانګړتیاوې جاجوو. چې د اسلامي انقلاب د لارې د دوام لپاره یو الهام بخښونکی مثال او مشال دی، نو له مونږ سره مله ووسئ.

******************************************

د اسلام  او انقلاب په لاره د روانو، د حق او حقیقت د لارې د رهبرانو ترټولو ستره آرزو، شهادت دی.  د انقلاب شهید رهبر حضرت امام خامنه اي هم تل د شهادت آرزو درلوده او د شهادت فیض یې ترلاسه کړ. دا ځانګړنه مونږ ته راښايي چې د حق په لارې باندې باید په پوره وجود سره موجود ووسو او باید د اسلام په دفاع کښې د خپل سر پروا ونه کړو.

امام خامنه اي له شهادت نه کلونه مخکښې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ له قاتلانه حملې سره مخامخ شوی و خو الهي تقدیر داسې و چې دغه حمله ناکامه پاتې شي او دوي، ډیر کلونه د اسلامي انقلاب مشري وکړي.

دوي په خپلې غوره کړې لارې باندې ایمان او اعتقاد درلود او په دې لاره کښې له خپل سره تیر و. په هغې الهي لارې چې باید بې له هیڅ ویرې په کښې په پوره وجود سره شتون ولرو او د باطل خلاف د حق په جګړې کښې په اقتدار سره اودریږو ترڅو خدای تعالی د هغه څه په بنیاد چې خپله یې مصلحت ګڼي، نتیجه او سرانجام وټاکي.

*/*/*/

له قرآن پاک سره مینه، د انقلاب د شهید رهبر یوه بله ځانګړنه ده چې باید اشاره ورته وشي. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر زوی آیت الله سید مجتبی خامنه اي، چې د اسلامي انقلاب دریم د دریم رهبر په توګه غوره شوی، د خپل اولني پیغام په یوه برخه کښې، شهید رهبر امام خامنه اي ته په خطاب کښې وفرمایل: «تاسو تل د دې عاقبت شوق درلود تر دې چې خدای تعالی هغه، تاسو ته د رمضان المبارک په لسمه ورځ د سهار په وخت د قران کریم د تلاوت په حال کښې درکړ».

د اسلامي انقلاب شهید رهبر د خدای تعالی له کلام سره په حقیقي معنا مینه درلوده او د قراني غونډه په جوړیدو به یې ټینګار کوه او تل به یې د قران حافظان او قاریان تشویقول او د هغوي ستاینه به یې کوله.

*/*/*

حضرت امام خامنه اي، قران کریم د ټولنې مینځ ته راوړه او هر هغه کار چې د دوي له نظره د قران د احیا لپاره ضروري و، ترسره یې کړ. د رسنیو په فضا کښې له تبلیغي او تخصصي پروګرامونو نیولې د قرآني محفلونو د جوړولو لپاره تر هڅونې پورې ټول کارونه یې وکړل.

له قرآن کریم سره مینې ته د شهید امام اهتمام او دلچسپي مونږ ته یادونه کوي چې اسلامي انقلاب د حق د کلام لاره ده نو بس په دې لاره کښې باید د خدای له کلام سره، له قران کریم سره مینه ولرو او د دې کتاب له یو ، یو آیت څخه چې د هدایت څراغ او لاره خلاصوونکي دي، ګټه پورته کړو.

*/*/*

د اسلامي انقلاب شهید رهبر تل د شیعه او سني ترمینځ په وحدت او یووالي ټینګار درولد او دا وحدت یې یو پړاویز تاکتیکي اقدام نه بلکې د زړه یو باور ګڼه.

نن له ورایه وینو چې د زمانې ظالمان او جنایتکاران د شیعیانو او سنیانو ترمینځ د مذهبي اختلافاتو د اچولو په لټه کښې دي او هڅه کوي چې د شیعه او سني ترمینځ وحدت ختم کړي او مسلمانان، د یو بل دښمنان وښايي.

د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په وحدت او یووالي باندې د شهید رهبر ټینګار مونږ ته یادونه کوي چې باید وحدت هیر نه کړو. دښمنان غواړي چې د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف په اچولو سره اسلام آو قران ته ګوزار ورکړي او زمونږ مسلمانانو دنده ده چې د اسلام او قران ساتونکي ووسو.

*/*/*

په دې کلونو کښې مو ولیدل چې د مقاومت د جبهې جنګیالي په سیمه کښې د وحدت په ساتلو سره د مستکبرانو په وړاندې اودریدل او د مسلمانانو خلاف د دښمنانو پلانونه یې شنډ او ناکامه کړل.

د شیعه او سني په شمول د مقاومت د جبهې جنګیالیو په وحدت او یوزړه توب سره، له سیمې د داعش شر ختم کړ او د دښمنانو هغه دسیسې یې نابودې کړي، چې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د اختلاف په لټه کښې وې.

دې پیښو ته په کتو سره د مسلمانانو ترمینځ په وحدت او یووالي باندې له مخکښې نه زیات پوهیدې شو. په دې وجه د اسلامي انقلاب د لارې په دوام کښې باید دغه وحدت له پخوا نه زیات وساتو ځکه چې مستکبران لاهم اسلام او قران ته د تاوان رسولو په تکل کښې دي او له دغو مستکبرو دښمنانو سره د مقابلې لپاره ترټولو مهم ټکیو د وحدت او یووالي ساتل دي.

**************************************

د تهران رادیو ګرانو اوریدونکو په دې ننني پروګرام کښې هم د شهید رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي (رضوان الله علیه) ځینې ځانګړنې جاجوو. د دې پروګرام په اوله برخه کښې مو د هغوي یوشمیر ځانګړنې څیړلې وې، په دې نننۍ برخه کښې به د معظم رهبر د شخصیت ځیني نور خصوصیات وجاجوو.

شهید رهبر به تل، د دښمنانو او مستکبرانو په وړاندې په مقاومت او استقامت ټینګار کوه او د خپل مبارک ژوند په کلونو کښې، پرله پسې په جهاد کښې و. په هغو جهادونو کښې چې د مبارزې په بیلابیلو میدانونو کښې تعقیبیدل. په ایران کښې د پهلوي له ظالم رژیم سره له مبارزې او د نامنظمو جنګونو په برخه کښې له شتونه واخلې له صهیونزم سره د جګړې له مجاهدانو تر هراړخیز او عملي ملاتړنو او د امریکې د استکباري دبدبې تر ماتولو پورې ټولو برخو کښې.

اوس په دې پړاو کښې چې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د مستکبرانو وحشیانه جنایتونه بیخي څرګند دي، باید د شهید رهبر به شان د دغو مستکبرانو په وړاندې استقامت او مقاومت وشي، باید پرله پسې په جهاد کښې ووسو او د نړۍ له مظلومانو د دفاع پ ترڅ کښې باید د دښمنانو او جنایتکارانو مقابله وکړو او ترڅو چې د کفر نړۍ له اسلام سره دښمني او جګړه کوي، تر هغې به د جهاد او مبارزې لاره دوام ولري.

*/*/*/

حضرت امام خامنه اي که څه هم نن زمونږ په مینځ کښې نشته او د شهادت درجه یې ترلاسه کړې ده خو د هغوي روښانه لاره به تل ترتله پاتې او روانه وي.

د اسلامي انقلاب نوراني لاره او د حق او حقیقت لاره لاهم دوام لري او کوم کسان چې د دې لارې په جاري پاتې کیدو میئن دي، ښه پوهیږي چې شهید رهبر، د اسلامي انقلاب د لارې د دوام لپاره یو الهام بخښونکی مشال دی.

د امام خامنه اي (رضوان الله علیه) د سیرت او د ژوند طریقې ته کتنه او د هغوي له شخصیتي ځانګړتیاو سره بلدتیا به د حق او حقیقت د لارې د ټولو لارویانو لپاره لاره خلاصوونکې وي.

*/*/*

د شهید رهبر د شخصیت له ځانګړتیا سره آشنايي او ورته پاملرنه، د هغو کسانو لپاره له داسې ارزښتناکو ټکو ډکه ده چې د اسلام او انقلاب په لاره کښې مضبوط او مقاوم ګامونه پورته کوي.

د حق په لاره کښې جهاد او شهادت، له قرآن کریم سره مینه، د وحدت او یووالي ساتل او د مستکبرانو په وړاندې مقاومت او استقامت، د امام خامنه اي ځینې شخصیتي ځانګړتیاوې دي چې په دې پروګرام کښې مو ورته اشاره وکړه.

لکه څنګه چې مو د پروګرام په سر کښې اشاره وکړه، اسلامي نظام نه دی اودریدلی او نه به اودریږي او د اسلامي انقلاب لاره همهغه شان دوام لري او د شهید رهبر د وجود معنوي برکتونه به د الهام بخښونکي مثال په توګه، د دې لارې د لارویانو په برخه شي.

*/*/*/

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو د پروګرام تر پایه ستاسو د ملګرتیا مننه کوو او په لوې خدای مو سپارو....