د علم او ساینس شهیدان (۵)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i172582-د_علم_او_ساینس_شهیدان_(۵)
دوستانو « د علم او ساینس د شهیدانو » پروګرام هغه پروګرام دی چې یوازې د یوه انسان د ژوند روایت نه دی، بلکې د علم، ژوند او پوښتنې ترمنځ د اړیکې هڅه ده. دا کیسه ښايي تر دې چې له کوم ځانګړي ځای سره تړاو ولري، یوه ګډ حالت ته نږدې ده؛ د هغه انسان حالت چې له پوښتنې سره ژوند کوي.
(last modified 2026-05-05T13:00:03+00:00 )
May 05, 2026 17:25 Asia/Kabul
  • د علم او ساینس شهیدان (۵)

دوستانو « د علم او ساینس د شهیدانو » پروګرام هغه پروګرام دی چې یوازې د یوه انسان د ژوند روایت نه دی، بلکې د علم، ژوند او پوښتنې ترمنځ د اړیکې هڅه ده. دا کیسه ښايي تر دې چې له کوم ځانګړي ځای سره تړاو ولري، یوه ګډ حالت ته نږدې ده؛ د هغه انسان حالت چې له پوښتنې سره ژوند کوي.

په دې شېبه کې هم له یوه بل سره تم کېږو، غوږ نیسو او په آرامۍ سره د هغه لارې دوام ته ننوځو چې په یوه انتخاب سره پیل شوه. په هغه انتخاب سره چې د فکر له پیل څخه راټوکېدلې وه، د مجید له پلرني کوره پیل شوه، هلته یې ریښې وغځولې او د علم وطن، یعنې پوهنتون ته منتقل شوه او د هغې لومړنۍ ثمره په هستوي فزیک څانګه کې د مجید حضور وو... د مجید له کیسې سره ملګري کېږو تر څو هغه څه چې ژوند به ورته ولیکي، ووینو او واورو.

ځینې انتخابونه د یوې ساده پرېکړې په څېر نه وي؛ د یوې پرانېستنې په څېر وي. د مجید لپاره، د هستوي انجینرۍ انتخاب له هماغه ځایه پیل شو چې پوه شو ذهن یې له چمتو پوښتنو څخه نه قانع کېږي. په تېرې برخې کې مو واورېدل چې ولې یې زړه غوښتل هغه ځای ته نږدې شي چې لږ لیدل کېږي؛ هغه ځای کې چې پوښتنې جوړېږي او لارې هم له هماغه ځایه لوری نیسي. دا انتخاب یوازې پوهنتون پورې محدود نه وو؛ د نري تار په څېر وو چې ورو ورو د هغه په ټول ژوند کې وغځېد.

په امیرکبیر صنعتي پوهنتون کې د دوکتورا د زده کړو کلونه، له ۱۳۷۲ څخه تر ۱۳۷۷ کلونو پورې، چې د میلادي 1993-1998 سره برابر دي، د هماغې لارې دوام وو. د ورځې له خوا درس او څېړنه، د شپې له خوا فکر او بیا کتنه. دوکتورا د هغه لپاره یوازې د یوې علمي درجې ترلاسه کول نه وو؛ بلکې د پوښتنې په ډګر کې پاتې کېدل وو. فورمولونه حل کېدل، خو ذهن یې له هغه څخه پوښتل چې دا پوهه، چېرته له ژوند سره وصل کېږي. هغه د ځوابونو د راټولولو سړی نه وو؛ زیاتره د پوهېدو لارې ته د مانا ورکولو په لټه کې وو.

په همدې کلونو کې، د هغه شخصي ژوند هم نوې بڼه واخیسته. واده، آرام او ساده. نه هغه سادګي چې وروسته په شعار باندې بدل شي، بلکې د یوه آګاهانه انتخاب طبیعي سادګي. د واده مراسم د پوهنتون د ډوډۍ خوړلو په ځای کې ترسره شول؛ هغه ځای چې عموماً د ورځني تېرېدو ځای وي، خو هغه شپه د ګډ ژوند د پیل ټکي باندې بدله شوه. هېڅ شی تر حد زیات نه وو؛ نه رڼا، نه غږ، نه تمه. یوازې خلک وو او پرېکړه.

د دوی کور د محصلینو په لیلیه کې یو کوچنی سوېټ وو. محدوده خو ژوندۍ فضا. دوې کمپلې، دوه بالښتونه، او هغه وسایل چې زیاتره د اړتیا وو، نه د سینګار. هر ځای کې ژوند روان وو. د پوهنتون استادان هماغه کوچني کور ته راتلل، کېناستل، چای یې څښلو او د علم او لارې په اړه یې خبرې کولې. کله کله د کېناستو ځای هم کمېده، خو واټن نه احساسېده. علم په هماغه سادګۍ کې لا محسوس وو.

د دوی ژوند هم په سادګۍ سره تېرېده. د ژوند لګښت د تدریس او علمي کار له لارې برابرېده، او له هغه معاش څخه چې ښايي شمېر یې کم وو، خو وزن یې په ژوند کې ډېر وو. د کموالي احساس غالب نه وو؛ یو څه د آرام عزت په څېر یو څه روان وو. ګواکې ژوند دوی ته ویلو چې هر څه به په یو ځل نه درکوي، خو هغه څه چې درکوي، واقعي دي. دا لیدلوری، ورو ورو د دوی په چلند او ورځني ژوند کې ځای نیولی وو.

د ماشومانو په زېږېدو سره، ژوند کې ګڼه ګوڼه راغله. مسئولیتونه ډېر، خوب کم، لاره تنګه. خو مجید د شپې له خوا ماشومانو ته وخت ځانګړی کاوه. لوبې یې کولې، غېږه یې نیوله، ریښتینې او ستړې کوونکې. هغه لوبې چې پکې هم ستړیا وه او هم خندا. پلار کېدل د هغه لپاره یوازې فزیکي حضور نه وو؛ بلکې په شېبو کې ګډون وو، حتی کله چې توان یې کمېده.

د دې تګ راتګونو ترمنځ، له قرآن سره د هغه شخصي اُنس په آرامۍ او ژورتیا روان وو. قرآن یې په ترتیل سره تلاوت کولو، ورو ورو، بې له بېړې. دا لوستل د تګ په څېر وو. کله کله یې غږ ثبتېده، پرته له دې چې فکر وکړي یوه ورځ به دا غږونه پاتې شي. نن سبا هماغه تلاوتونه د ماشومانو په موبایلونو کې دي؛ یو آرام غږ چې څه نه تحمیلوي، یوازې ملتیا کوي. دا اُنس تر دې چې تعلیمي وي، معیشتي وو.

کله کله د شپې له خوا، وروسته له دې چې په کور کې چوپتیا زیاتېدله او ښار ګواکې خپله ساه ټیټوله، مجید په آرام ډول د حافظ دیوان خوا ته ورتلو. نه د فال په نیت، نه د عادت له مخې؛ زیاتره د هغه چا په څېر چې د یوې جملې په لټه کې وي، تر څو وکولای شي ورځ په خپل ځای کې کښېنوي. د څراغ رڼا کمه وه او پاڼې په آرام ډول اوښتې، تر دې چې سترګې یې پر یوه بیت تم کېدلې. هماغلته پاتې کېده، داسې چې ګواکې کلمې له لوستلو مخکې هغه  یې پېژندلی وي.

د مجید مېرمن آغلې بهجت، له پخلنځي یا د خونې له نیمه پرانیستې دروازې څخه د هغه غږ اورېده. مجید بیت ورو ورو لوستلو، نه چا ته مخامخ، نه د چا لپاره؛ زیاتره له ځان سره د یوه دروني خبرې په څېر.

«وفا کنیم و ملامت کشیم و خوش باشیم

که در طریقت ما کافریست رنجیدن…»

کله چې غږ «ځورېدلو» ته رسېده، لږ رپېده. یو څه لنډ تم کېدل راتلل، نه د مانا لپاره، بلکې د ساه لپاره. سترګې پر پاڼې باندې ټینګې پاتې کېږي، خو نظر نور پر کاغذ نه وو. اوښکو بې اجازې خپله لاره پیداکوله؛ آرام، بې غږه، داسې لکه چې کلونه یې همدې شېبې ته انتظار کړی وي. مجید څه نه ویل. کتاب یې نه تړلو. یوازې اجازه یې ورکوله چې کلمې خپلې لارې ته دوام ورکړي.  

آغلې بهجت نږدې کېږي، د هغه ترڅنګ کښېني. هېڅ پوښتنه نه کوي. مجید له یوه لنډ تم وروسته، بیت بیا لولي، دا ځل لږ لوړ، دا ځل داسې لکه ژوند ته مخامخ.

«وفا کنیم…»

او غږ یې د اوښکو ترمنځ ورک کېده.  

آغلې بهجت ورو خپل لاس پر کتاب ږدي، نه د تړلو لپاره، بلکې د ملتیا لپاره. مجید ورته ګوري؛ داسې نظر چې پکې نه غم وو، نه کمزوري. یو څه د رسېدو په څېر. بیا، داسې لکه چې وغواړي خبرې ته دوام ورکړي، ورو وایي: « ځینې وختونه حافظ داسې ښکاري لکه چې زموږ څخه مخکې یې ژوند کړی وي…» جمله نیمګړې پاتې کېږي، ځکه چې نور یې ویل کېدونکي نه وو.   

څو شېبې وروسته، بل بیت راځي، آرام او ورو:

«به پیر میکده گفتم که چیست راه نجات»

دلته نورې اوښکې بې اختیاره بهېږي. ګواکې پوښتنه د ده خپله وه؛ هماغه پوښتنه چې ورسره پوهنتون ته تللې وه، ټولګي ته، کور ته، او اوس د شپې په چوپتیا کې بیا راپورته شوې وه. اوښکې بهېدې، خو اوږې نه رپېدې. دا ژړا، د ماتې ژړا نه وه؛ د پوهېدو ژړا وه.

آغلې بهجت ژوره ساه اخلي او ورسره پاتې کېږي. کله کله ورو زمزمه کوي، کله یوازې غوږ نیسي. حافظ، په هغو شپو کې، له شعر ورهاخوا یو څه وو؛ د هغه څه ترمنځ چې ویل کېدل او هغه څه چې کلونه په زړه کې پاتې وو یو پل وو. مجید له لوستلو وروسته کتاب نه تړلو. څو شېبې هماغسې پاتې کېده؛ سترګې پټې، اوښکې وچېدونکې، او ذهن چې له مخکې څخه آرام شوی وو.

دا شېبې تکراري نه وې، خو یو بل ته ورته وې. هر ځل، حافظ هغه داسې ځای ته رساوه چې نور بېړني ځواب ته اړتیا نه وه. یوازې هغه څه چې پاتې کېدل، ملتیا وه؛ له شعر سره، له اوښکو سره، او له آغلې بهجت سره چې بې له اضافي خبرو د دې آرام اُنس شریکه وه.

له قرآن او د حافظ له دیوان سره دا اُنس، له علمه د مجید ژوند جلا نه کړ؛ بلکې علم یې د ژوند کولو وړ وګرځولو. کله چې تدریس ته ورسېد، دا لیدلوری یې ټولګي ته له ځان سره یووړ. ټولګی د هغه لپاره یوازې د پوهې د لېږد ځای نه وو. هڅه یې کوله داسې فضا جوړه کړي چې محصل د پوښتنې جرأت ولري. چمتو ځواب یې نه ورکاوه؛ لاره یې ورښودله. لکه څنګه چې خپله کلونه د پوښتنې په لاره کې پاتې شوی وو.

که نن سبا د هغه د ژوند کلونو ته وګورو، وینو چې پوښتنه یوازې په پوهنتون کې نه ده پاتې شوې؛ کور ته داخله شوې، اړیکو ته، د اولاد روزنې ته. پوښتنې پخه شوې بڼه اخستې ده. نور یوازې علمي «ولې ویل» نه دي؛ بلکې «څنګه ژوند کول» دي. همدا ده چې تدریس هغه له یوازې زده کړې جلا کوي.

د «علم او ساینس د شهیدانو د پروګرام اورېدونکو»، که په دې پروګرام کې له موږ سره وئ، ښايي دا پوښتنې تاسو ته هم اشنا وي. ښايي تاسو هم یو شاعر لرئ چې په سختو شېبو کې د هغوی خوا ته ځئ. ښايي تاسو هم یو غږ لرئ چې تاسو آراموي. مجید په خپل ژوند سره وښودله چې علم، که له دې تړاوونو جلا شي، وچېږي.

دا برخه د پای ته رسېدو کیسه نه ده؛ د دوام کیسه ده. د پوښتنې دوام، د لارې دوام، حتی کله چې ځوابونه بشپړ نه وي. « د علم او ساینس شهیدان » همدا معنا لري؛ د پوښتنې په لاره کې د پاتې کېدو جرأت.

ستاسو له ملتیا مننه. ستاسو پوښتنې دې ژوندۍ، زړه مو بیداره او د پوهېدو غږ مو په ژوند کې روان وي. د خدای پامان....

ژباړه: زماني