افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178070-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ_کښې
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «علیرضا بیګدلي» وویل: د تهران او د کابل تجارت کابو څلور میلیارډه ډالرو ته رسیدلی دی او افغانستان هڅه کوي چې دغه تجارت لس میلیارډه ډالرو ته ورزیات کړي.
(last modified 2026-09-14T06:10:26+00:00 )
Sep 14, 2026 10:34 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «علیرضا بیګدلي» وویل: د تهران او د کابل تجارت کابو څلور میلیارډه ډالرو ته رسیدلی دی او افغانستان هڅه کوي چې دغه تجارت لس میلیارډه ډالرو ته ورزیات کړي.

بیګدلي د ایران او د افغانستان ترمینځ تاریخي، کلتوري، جغرافیايي او دیني ګډولو ته په اشارې سره وویل: په تیرو کلونو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ضروري زمینې رامینځته شوې دي.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر دغه راز ټینګار وکړ:لس میلیارډه ډالرو ته د تجارت د زیاتولو لپاره د ایران او د افغانستان هڅه د سرحدي لارو، سړکونو او د اورګاډي د پټلۍ پراختیا ته په پام سره د لاسرسي وړ ده.

بیګدلي دغه راز د خواف- هرات  د اورګاډۍ کړچار ته په اشارې سره وویل: د اورګاډي دغه پټلۍ چې د هغه د فعالیت کابو دوه کاله تیریږي په کال کښې د کابو یو اعشابه پینځه میلیونه ټنه شیانو ځاې پرځاې کولو سره د ټرانسپورټ له لومړي اټکل څخه کابو نهه برابره زیات فعالیت ترسره کړی دی.

د ایران او د افغانستان د کار رامینځته کونکو ښځو ترمینځ ګډ تجارتي فعالیتونه پیل شول.

د افغانستان او د ایران ګډې سوداګرۍ کوټې وویل:په راتلونکي کښې به د افغانستان او د ایران د  کار رامینځته کونکو میرمنو د محصولاتو ګډ نندرتونونه او د ظرفیت د رامینځته کولو د روزنې پروګرامونه هم زیات شي.

د دغو ملګرتیاو په پراختیا سره به د کار رامینځته کونکو ښځو د محصولاتو لپاره د نویو بازارونو د موندلو، د خرڅون او د بازار موندنې یعني مارکیټینګ لپاره ډيره فرصتونه هم برابر شي.

په دې سربیره د افغانستان او د ایران کار رامینځته کونکې ښځې کولای شي د تولیدي فعالیتونو او د ګډو پانګونو له لارې خپل کار کسب زیات کړي او خپل محصولات او شیان په ایران او افغانستان سربیره د سیمې نورو هیوادونو ته هم واستوي.

د سوداګرۍ د کوټې د چارواکو په وینا، د کار رامینځته کونکو ښځو ترمینځ د تجربو او د اطلاعاتو تبادله به د دوې د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړي کولو سربیره  د ښځو لپاره د کار د فرصتونو په رامینځته کولو او د افغانستان او د ایران ترمینځ د تجارتي اړیکو په ډیر پیاوړي کولو کښې رول ولري.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو  وزارت د کابل په «پلي تخنیک »پوهنتون کښې د روزنې په څلورو ډلو سره د هوا فضا د پوهنتون  د جوړولو خبر ورکړ.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وویل: د هوا فضا پوهنتون به د کارشناسۍ په سویه د روزنې په څلورو ډلو سره د کابل په پلي تخنیک پوهنتون کښې رامینځته شي.

دغه وزارت په یوې اطلاعیې کښې د افغانستان په حکومتي او غیر حکومتي پوهنتونونو کښې د کارشناسۍ، د  کارشناسۍ ارشد، دکترا او د طبي تخصص په سویو کښې د نویو پوهنځایونو او د څانګو د رامینځته کولو خبر ورکړ.

د دغه اطلاعیې پراساس د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو شورا  د افغانستان په حکومتي او غیر حکومتي پوهنتونونو کښې د اتویشتو پوهنځایونو  او د زده کړې د نهویشتو څانګو رامینځته کول تصویب کړي دي.

د کابل د پلي تخینک پوهنتون د هوا فصا پوهنځي لپاره د روزنې څلور ډلې چې پکښې د بې پایلوټه الوتکو انجنیرۍ، د بې پایلوټه الوتکو سیسټمونه، د الوتکو انجنیرۍ، د هوا فضا انجنیرۍ او د الوتکو الیکټرونیک او د ریډار انجنیرۍ په نظر کښې نیول شوې ده.

کابل به  په نږدې راتلونکي کښې د افغانستان د کډوالو په مشکلاتو باندې د غور کولو لپاره د ایران، د ملګروملتونو او د طالبانو د درې اړخیزه غونډې کوربه وي.

د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو د سترې کمشنرۍ مشر «عرفات جمال» وویل: دغه ارګان د افغانستان د کډوالو په ستونزو باندې د غور کولو لپاره د درې اړخیزه غونډې د ترسره کولو لپاره له ایران سره موافقې ته رسیدلی دی.

د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو د سترې کمشنرۍ مشر د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو له وزیر «محمد عبدالکبیر» سره په کتنه کښې وویل:دغه غونډه به په نږدې راتلونکي کښې د ایران، د ملګروملتونو او د طالبانو د استازیو په ګډون سره په کابل کښې ترسره شي.

عرفات جمال دغه راز وویل: ټاکل شوې ده د یوې نړیوالې غونډې په څنګ کښې چې ټاکل شوې ده په راتلونکي اکتوبر میاشت کښې په سویزرلینډ هیواد  کښې وشي د افغانستان د کډوالو د مشکلاتو او په زوره له هیوادونو د هغوې د ایستلو په اړه خبرې وشي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوی د دغه وزارت د مشر «زین الدین عابر» او د دغه وزارت د لوړرتبه چارواکو په مشرۍ په چین کښې په یوه نړیوال امنیتي کانفرنس کښې ګډون وکړ.

په دغه غونډې کښې د طالبانو استازي په بدخشان ولایت کښې د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره دغه عملیات د امنیت له ګډوډونکو عواملو سره په مقابلې کولو کښې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وسونو بیلګه وبلله.

«زین الله عابر» ټینګار وکړ:د افغانستان امنیتي ځواکونه د ناامنۍ د مخه د نیولو ، د ګډوډۍ د رامینځته کولو عواملو او کسانو د ځپلو، او د هغو ډلو د هڅو د ناکامه کولو وس لري کومې چې د افغانستان د بې ثباته کولو کوششونه کوي.

د طالبانو استازي دغه راز وویل: د افغانستان امنیتي ځواکونه ژمن دي اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخه د دغه هیواد د خلکو، د ګاونډیو هیوادونو او د نورو هیوادونو پرضد د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره کار واخیستل شي.

()

د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت پلاوي د «شیانګشان» په غونډه کښې د ګډون لپاره چین ته سفر وکړ.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت دیارلس کسیزه لوړرتبه پلاوي د دغه وزارت د پلټونکي «لطیف الله حکیمي» په مشرۍ د «شیانګشان» د نړیوالې ټولنې په غونډې کښې د ګډون لپاره د چین پلازمینې پیکینګ ته ورغی.

چین په تیرو کلونو کښې له طالبانو سره په تعامل کښې یو تر ټولو مهم خارجي لوری دی او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي حوزو کښې د چین او د افغانستان اړیکې پراخې شوې دي.

د افغانستان او د ترکمنستان سرحدي قومندانانو د سرحدونو د امنیت د تامینولو، د غږملتیا د پیاوړي کولو او د ملګرتیاو د دوام په هکله مشوره وکړه.

د افغانستان د جوزجان د سرحدي یولسمې لیوا د قومندان «عبدالواصل نظري» په مشرۍ د طالبانو د حکومت د د دفاع وزارت یوه پلاوي د ترکمنستان د «امام کرکي» د سرحدي لیوا له قومندان «مخدوم قولي بیردي یوف» سره کتنه وکړه او د سرحدي سیمو د امنیت او د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمینځ د غږملتیا د پیاوړي کولو په هکله یې  خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د بیانیې پراساس دغه کتنه د ترکمنستان هیواد په غوښتنه وشوه او دواړو لورو د سرحدي سیمو د امنیت، د سرحدي ځواکونو ترمینځ د غږملتیا د زیاتیدا او د نورو ضرورت وړ موضوع ګانو په هکله د نظر تبادله وکړه.

دواړو لورو دغه راز د افغانستان او د ترکمنستان اړیکې دوستانه وبللې او د امنیت د تامینولو لپاره یې د ګډو ملګرتیاو په دوام ټینګار وکړ.

دغه کتنه په داسې حال کښې شوې ده چې په تیرو کلونو کښې د افغانستان او د ترکمنستان اړیکې یوازې په امنیتي مسائیلو پورې محدودې نه وې او دواړو هیوادونو د انرژۍ، د ټرانسپورټ، د تجارت او د  سیمې د اتصال په هکله هم ملګرتیا لرلې ده.

د «ایران ۱۶۸» په نوم نندرتون د  یویشتمې ګالرۍ او په پنډۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري خونې یعني خانه فرهنګ په ملګرتیا سره د پاکستان د یوه هنرمند له نظره د ایران د کلتوري میراث، د معمارۍ او د هنر ځینې برخې نندرې ته وړاندې کړې.

د ګالرۍ یویشت بنسټګر، لیکوال او هنرمند «فرخ سیر» دغه ټولګه ایران ته په سفر کښې د خپلو مشاهداتو او د تجربې نتیجه ګڼي؛ د ایران تاریخي ودانیو، میوزیمونو، لاسي صنایعو، رنګونو او د خلکو د ورځنیز ژوند د ورایښتونو او د جلوو سفر.

د ایران د  هنري روایتونو او د هغه د تمدني او د  کلتوري جلوو په څنګ کښې د ایران   د میناب د شجره طیبه د ښوونځي د زده کونکو د شهادت یاد او خاطره چې د امریکا د ترهګر پوځ په برید کښې شهیدان شوي وو هم په  دغو مراسمو  کښې ولمانځل شوه.

په دغو دستورو کښې د پاکستان د کلتوري چارواکو، د سیاسي شخصیتونو او د هنرمندانو ګډون هم د ایران د هنر او د کلتور له ډیر پیژندلو سره د پاکستان د هنري ټولنې د دلچسپۍ ښودنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «سجاد حیدر» د اټومي انرژۍ په نړیوال اژانس کښې د ایران  پرضد د پریکړه لیک تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له سوله ئیزو اټومي پروګرامونو د استفادې کولو حق لري.

سجاد حیدر په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو د ایران ضد پریکړه لیک په اړه زیاته کړه: پاکستان باوري دی ایران د این پي ټي تړون د لاسلیک کونکي  په توګه د سوله ئیزو اټومي پروګرامونو  د پراخولو حق لري.

د پاکستان د  لاهور لوړې محکمې په یوه حکم کښې کابل  ته د  افغانستان د طب د محصیلینو د ورستنولو لپاره د پاکستان د طب او د غاښونو د شورا د حکم اجرا کول وځنډول.

د لاهور لوړې محکمې دغه حکم د افغانستان د دیارلسو محصیلینو په غوښتنې باندې د غور کولو لپاره صادر کړ کوم چې د پاکستان د «کینګ ایډورډ» طبي علومو د پوهنتون، د «بن زاید ال نهیان» د طب او د غاښونو په پوهنځي  او د «سرویسیز» طبي علومو په شمول د لاهور په بیلابیلو طبي علمي مرکزونو کښې زده کړې کوي.

د دغه راپور پراساس دغه غوښتنه د افغانستان اوو ښځو او شپږو سړیو کړې ده:هغوې وايي د پاکستان د طب او د غاښونو د شورا په حکم  د پاکستان له پوهنتونونو څخه ایستل شوي دي او دوې استدلال کوي دغه شورا او طبي موسسې د دوې د ایستلو لپاره قانوني اختیار نلري.

د افغانستان محصیلینو دغه راز ټینګار وکړ:د پاکستان د طبي چارو د تنظیمونکي ارګان په توګه د پاکستان د طبي او د غاښونو د شورا اختیارات باید د اساسي قانون او د پاکستان د نړیوالو حقوقي ژمنو په چوکاټ کښې اعمال شي.

د افغانستان محصیلینو دغه راز وویل:د پاکستان د طبي او د غاښونو د شورا د حکم ناڅاپه اجرا له خپلو لیلیو او هاسټلونو څخه د دوې د ایستل کیدا، د دوې د هستوګنې لپاره د ځاې د سلبیدا سبب شوې ده او په عین حال کښې د دوې د زده کړې راتلونکی یې په نامعلوم حالت کښې وروستلی دی.

د پاکستان د پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د پیښور په خوا کښې په یو لړ عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې د پینځو غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ.

یو وژل شوی داعش غړی په اسلام اباد کښې د «خدیجه الکبری» امامباړې د بم چاودنې د اصلي عامل په توګه معرفي شوی دی.

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې ځواکونو د کابل د انګریزۍ ژبې د زده کړې مرکز ته نږدې په یوې ودانۍ کښې د داعش ډلې د غړیو د شتون په هکله د اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته دغه ودانۍ کلابنده کړه او د ترهګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړل.

ټروریسټانو ودانۍ ته د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ورننوتلو په وخت په هغوې ډزې وکړې او د جنګ په بهیر کښې د داعش ډلې پینځه غړي ووژل شول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو په وخت یو کلاشینکوف، څلور تماچې، دوه لاسي بمونه، پینځه چاجرې، یو لاسي بم او ګڼ شمیر نور مهمات کشف او ضبط کړل.