پیر هرات (د خواجه عبدالله انصاري ژوند او زمانه) ۶ برخه،
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179984-پیر_هرات_(د_خواجه_عبدالله_انصاري_ژوند_او_زمانه)_۶_برخه
د «پیر هرات » د لړۍ په شپږمه برخه کې د خواجه عبدالله انصاري د لیکلي میراث او د عرفاني فکرونو په خپرېدو او تلپاتې کېدو کې د هغه د اثارو رول څېړو.
(last modified 2026-10-15T06:22:14+00:00 )
Oct 15, 2026 10:47 Asia/Kabul
  • پیر هرات (د خواجه عبدالله انصاري ژوند او زمانه) ۶ برخه،

د «پیر هرات » د لړۍ په شپږمه برخه کې د خواجه عبدالله انصاري د لیکلي میراث او د عرفاني فکرونو په خپرېدو او تلپاتې کېدو کې د هغه د اثارو رول څېړو.

په نني متن کې به د هغه له دوو مهمو اثارو، «منازل السائرین» او «طبقات الصوفیه» سره اشنا شو.

 په یوه کتاب کې د معنوي ودې او لوړتیا پړاوونه بیان شوي او په بل کې د تصوف د لویانو د ژوند او فکرونو په بیانولو سره د عرفان د تاریخ او د فارسي ژبې د میراث یوه برخه ژوندۍ ساتل شوې ده.

قدرمنو لوستونکو خواجه عبدالله انصاري یوازې د وعظ او نصیحت په مجلسونو کې د خپلو خبرو له امله نه پېژندل کېږي.

 که څه هم د خواجه عبدالله انصاري  درسونه او مجلسونه د ده د شاګردانو لپاره مهم وو، خو کتابونو یې لا ډېر مهم رول درلود، ځکه د هغه فکرونه یې تلپاتې کول. پیر هرات د دې لپاره چې باورونه یې د وخت په تېرېدو سره  بدل نه شي، لیکل یې غوره کړل.

هغه پوهېده چې خبرې ژر هېرېږي او بدلېږي، خو لیکنې ډېرې پاتې کېږي او د تحریف امکان یې لږ وي.

د « پیر هرات » د لړۍ په پینځمه برخه کې غواړو د خواجه عبدالله شخصي کتابتون ته ورشو؛ د دې لپاره  نه چې مذهبي لیکنې ولولو، بلکې د هغه سړي د فکر جوړښت وڅېړو چې هڅه یې کوله عرفان او ایمان د نثري ژبې په وسیله منظم کړي.

لومړۍ پوښتنه دا ده چې خواجه انصاري  ولې لیکل کول؟ ځواب یې ساده دی؛ ځکه چې هغه ښوونکی(معلم) و.

په هغه وخت کې پېچلو کلامي او فلسفي بحثونو دین په وچو عقلي شخړو بدل کړی و.

 خواجه عبدالله انصاري  د خپلو کتابونو په لیکلو سره د دین لپاره یوه ساده او روښانه لاره وښودله.

 د هغه اثار په څو ډلو وېشل کېدای شي: ځینې یې د لارې نقشه وه، ځینې د پخوانیو خلکو د ژوند او خبرو تاریخ و او ځینې نور یې د اخلاقو د روزنې لپاره وو.

راځئ چې له مهمو اثارو یې پیل وکړو.

که چیرې  وغواړو د خواجه عبدالله انصاري  یوازې یو کتاب  وټاکو چې د اسلامي عرفان په تاریخ کې یې علمي مقام ثابت کړی دی، نو بې له شکه هغه کتاب «منازل السائرین» دی.

دا کتاب په عربي ژبه لیکل شوی او په اسلامي عرفان کې له مهمو او مشهورو کتابونو څخه ګڼل کېږي.

که یې په ډېره ساده ژبه بیان کړو، دا کتاب د هغې لارې په اړه دی چې انسان یې د غفلت او ذهني ګډوډۍ له حالت څخه د ویښتیا او د زړه د ارامۍ پر لور کچ کوي.

 د کتاب نوم هم همدې موضوع ته اشاره کوي.

 «منازل» د منزلونو او تمځایونو معنا لري او «سائرین» د لارې د مسافرو او سالکانو په معنا دی.

 نو داسې ښکاري چې خواجه د هغو کسانو لپاره د لارې نقشه جوړوي چې د معنوي ژوند په لټه کې دي.

د دې کتاب اهمیت په دې کې دی چې خواجه عبدالله انصاري  عرفاني سلوک یوازې د احساساتو او جذبې په ژبه نه بیانوي، بلکې هڅه کوي چې دا لاره په منظم ډول او پړاو په پړاو تشریح کړي. یعنې موږ ته وښيي چې دا لاره له کوم ځایه پیلېږي، کوم منزلونه لري، په هر پړاو کې کوم خطرونه شته او انسان څنګه کولای شي له یوه حالت څخه بل حالت ته ورسېږي.

له همدې امله «منازل السائرین» یوازې یو ذوقي یا شاعرانه کتاب نه دی، بلکې تر ډېره د لارښود او د نقشې په څېر دی.

د خواجه عبدالله انصاري  په اند، د دې لارې، یعنې د عرفاني سلوک پیل له ویښتیا څخه کېږي.

 په دې معنا چې انسان باید لومړۍ د خپلو عادتونو، غرور، غفلت او برسیرنو تړاوونو له خوبه راویښ شي.

له دې وروسته د توبې، د خپل نفس د حساب اخیستلو، څارنې، رښتینولۍ، اخلاص، وېرې، هیلې او نورو پړاوونو وار را رسېږي.

د دغو پړاوونو هر یو د انسان د باطني روزنې یوه برخه څرګندوي.

په حقیقت کې، خواجه عبدالله انصاري  غواړي ووایي چې عرفاني سلوک یوازې په لوړو او رازناکو تجربو پورې محدود نه دی، بلکې له همدې ساده خو ستونزمنو کارونو پیلېږي؛ له دې چې انسان له ځان سره رښتینی وي، خپلې تېروتنې وویني او ورو ورو ځان بدل کړي.

څومره چې کتاب مخته ځي، پړاوونه یې هم ژورېږي.

یعنې له عملي اخلاقو او د نفس له څارنې څخه د مینې، معرفت، قرب، انس، فنا او په پای کې د توحید مفاهیمو ته رسېږي.

 په دې پړاو کې خبره یوازې د ظاهري چلند نه ده، بلکې د انسان له خپل ځان، نړۍ او خدای سره د هغه د لیدلوري د ژور بدلون په اړه ده.

له همدې امله دا کتاب د عرفان له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي، ځکه یوازې نصیحتونه نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د انسان باطني تجربې په ډلو ووېشي او روښانه یې کړي.

د دغه کتاب یوه مهمه ځانګړنه د هغه ژبه ده.

 «منازل السائرین» په عربي ژبه لیکل شوی او نثر یې لنډ، کوټلی او دقیق دی. خواجه انصاري عموماً هر منزل په څو لنډو عبارتونو کې بیانوي.

د همدې لنډیز له امله، سره له دې چې کتاب ډېر مهم دی، د ټولو خلکو لپاره یې لوستل او پوهېدل اسانه نه دي.

یعنې اصلي متن یې کله ناکله دومره لنډ وي چې لوستونکی یې د ښه پوهېدو لپاره شرح او توضیح ته اړتیا پیدا کوي.

خو همدا لنډیز ښيي چې خواجه انصاري څومره په دقت فکر کاوه او څنګه یې غوښتل خپله خبره په لږو کلمو کې بیان کړي.

دا کتاب تر ډېره د هغو کسانو لپاره لیکل شوی و چې غوښتل یې د عرفاني سلوک لاره په جدي او علمي ډول وپېژني.

له همدې امله له «الهی‌نامه» او د خواجه انصاري  له مناجاتو سره توپیر لري. مناجات تر ډېره د زړه د احساساتو، حالاتو او د  دعا ژبه ده، خو «منازل السائرین» د ښوونې، ترتیب او تعریف ژبه ده.

که په ساده ډول ووایو  د خواجه مناجات اورېدونکي عرفاني حال او فضا ته بیايي، او «منازل السائرین» ورته د لارې نقشه ورکوي.

په حقیقت کې، دا کتاب موږ ته د خواجه عبدالله انصاري بل اړخ راښيي.

ډېر خلک هغه تر ډېره د خپل موزون نثر او مشهورو مناجاتو له لارې پېژني، خو «منازل السائرین» کتاب  څرګندوي چې هغه یوازې د احساساتو او دعا سړی نه و، بلکې منظم، ښوونیز او شنونکی ذهن یې هم درلود.

خواجه عبدالله انصاري  کولای شول پېچلې باطني تجربې په بېلابېلو برخو ووېشي او ورته یو منظم جوړښت ورکړي. همدا ځانګړنه د عرفان په تاریخ کې د هغه مقام لا مهم کوي.

که چیرې وغواړو د «منازل السائرین» کتاب  پیغام په لنډ ډول بیان کړو، نو هغه دا دی چې معنوي لاره یوه بې‌نظمه او ناڅاپي لاره نه ده.

دا لاره پړاوونه، ستونزې او خطرونه لري او ویښتیا، څارنې او رښتینولۍ ته اړتیا لري. انسان باید له ظاهري حالت څخه تېر شي، څو ژوروالي ته ورسېږي.

باید د ځان‌ له لوی ګڼلو څخه لرې شي، څو روښانه پوهې ته ورسېږي.

همدارنګه باید دا لاره په صبر او پوهې ووهي، نه په خیال او بیړې سره .

له همدې امله «منازل السائرین» لا هم زموږ لپاره یو مهم کتاب دی.

دا کتاب یوازې د اسلامي عرفان د پېژندلو لپاره نه، بلکې د انسان په اړه د یوه ځانګړي لیدلوري د درک لپاره هم ارزښت لري.

دا لیدلوری وایي چې باطني بدلون ممکن دی، خو دا بدلون خپله لاره او اصول لري.

خواجه عبدالله په دې کتاب کې غواړي ووایي چې انسان کولای شي له ګډوډۍ څخه نظم ته، له غفلت څخه ویښتیا ته او له ظاهر څخه باطن ته ورسېږي.

که څه هم دا ټول مفاهیم په عرفاني ژبه بیان شوي، خو په اصل کې د انسان د یوې تلپاتې پوښتنې په اړه دي: انسان څنګه کولای شي ښه، روښانه او ژور ژوند وکړي؟

خواجه عبدالله انصاري  یوازې د خپلو نظریاتو په راټولولو او لیکلو بسنه ونه کړه. هغه پوهېده چې فکرونه د ده تر مخه د ژوند کوونکو انسانانو له تجربو څخه جرړه اخلي.

د خواجه عبدالله انصاري بل مهم کتاب «طبقات الصوفیه» نومېږي.

دا کتاب د خراسان د تصوف د لویانو د پېژندلو لپاره له مهمو سرچینو څخه دی. خو د دې کتاب حیرانوونکې ځانګړنه یوازې د هغه منځپانګه(متحوا) نه، بلکې ژبه یې هم ده.

خواجه عبدالله انصاري  دا کتاب د درسونو په مجلسونو کې په «دري هروي» لهجې  سره املا کاوه.

 په حقیقت کې، د هغه شاګردانو به د ده خبرې لیکلې.

دا معنا لري چې «طبقات الصوفیه» د خراسان د لرغونې فارسي ژبې یوه خزانه ده.

کله چې «طبقات الصوفیه» کتاب لولو، په حقیقت کې د خواجه عبدالله انصاری  مستقیم غږ اورو، نه داسې لیکنه چې د مطالعې په یوه خاموشه خونه کې لیکل شوې وي.

خواجه عبدالله انصاري  په دې کتاب کې د سلګونو عارفانو او زاهدانو د ژوند کیسې بیانوي؛ له «ابراهیم ادهم» څخه رانیولې تر «بایزید بسطامي» پورې.

له دې کاره د خواجه عبدالله انصاري هدف دا و  چې د عرفان لپاره یوه «درجه‌بندي» او یوه «نسب‌نامه» جوړه کړي.

هغه غوښتل خپلو شاګردانو ته ووایي: «موږ له هېڅ ځایه ناڅاپه نه یو راپیدا شوي؛ موږ هغې لارې ته  دوام ورکوونکي یو چې زموږ پخوانیو په سختیو وهلې ده.»

«طبقات الصوفیه» د خواجه عبدالله انصاري او د هغه د تاریخي جرړو ترمنځ د اړیکې کړۍ وه.

کله چې د «طبقات الصوفیه» کتاب پاڼې اړوو، د بېلابېلو خلکو له نومونو سره مخ کېږو؛ داسې کسان چې هر یوه یې د ژوند او فکر ځانګړی سبک درلود.

د بېلګې په توګه، «بایزید بسطامي» چې تل یې د خپل وخت دودیز باورونه له پوښتنو سره مخ کول.

یا «جنید بغدادي» چې د ډېرو تندلارو صوفیانو په اپوټه یې پر اعتدال او عقلانیت ټینګار کاوه.

په دې کتاب کې د نورو مهمو شخصیتونو نومونه هم شته.

له هغو څخه یو «ابوالحسن خرقاني» دی چې د انسان‌دوستۍ نښه ګڼل کېده او ټولو خلکو ته یې، پرته له دې چې دین او عقیده یې څه وه، ډوډۍ ورکوله.

«سهل تستري» او «حارث محاسبي» هم په دې کتاب کې یاد شوي دي.

دوی تر ډېره د ځان پېژندنې او د انسانانو د چلند د دقیقې شننې پر موضوعاتو تمرکز کاوه.

خواجه عبدالله انصاري دا کسان په خپل کتاب کې هغوی د معجزو له امله نه دي  راټول کړي، بلکې د لارې په اوږدو کې د هغوی د «رښتینولۍ» له امله یې یادونه کړې ده.

هغه غوښتل لوستونکو ته ووایي چې دا لاره د نورو د تقلید لاره نه ده؛ د دغو کسانو هر یوه خپله ځانګړې لاره جوړه کړې وه او دا جرئت یې درلود چې په بېلابېل ډول فکر وکړي.

ګرانو لوستونکو، په نني  متن کې مو د خواجه عبدالله انصاري یوازې څو کتابونه در وپېژندل.

 د متن  په اوومه برخه کې به د دې مفکر او عارف نور اثار هم در وپېژنو.

تر بل متن پورې مو خدای مو مل او ملګری شه.