د حکایتونو کاروان (۲۱مه برخه)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i180004-د_حکایتونو_کاروان_(۲۱مه_برخه)
ګرانو ملګرو! نن درته د عطار نیشاپوري د شعرونو یوه کیسه وړاندې کوو. د دې کیسې نوم دی: «د نمدي خولۍ نصیحت».
(last modified 2026-10-15T07:59:03+00:00 )
Oct 15, 2026 12:20 Asia/Kabul
  • د  حکایتونو کاروان (۲۱مه برخه)

ګرانو ملګرو! نن درته د عطار نیشاپوري د شعرونو یوه کیسه وړاندې کوو. د دې کیسې نوم دی: «د نمدي خولۍ نصیحت».

دا کیسه د عطار له «الهی‌نامې» کتاب اخیستل شوې ده. الهی‌نامه یوه عرفاني منظومه ده چې په فارسي ژبه او د مثنوي په قالب کې لیکل شوې ده. عطار په دې اثر کې د تمثیلونو او کیسو له لارې عرفاني مفاهیم لوستونکو ته وړاندې کوي.

دا په زړه پورې کیسه زموږ ټولو انسانانو ته ګټوره او له زده‌کړو ډکه ده. هغه نصیحت چې په دې کې پروت دی، موږ له افراط او تندلارۍ راګرځوي.

چمتو یاست چې دا کیسه په ګډه واورو؟ نو تر پایه راسره پاتې شئ.

کیسه‌ویونکی:*

په پخوانیو زمانو کې یو واکمن و. زړه یې غوښتل چې ارام او مهربان وي او ژر غوسه نه شي؛ خو دا کار یې نه شو کولای، ځکه لږ زغم یې درلود او ژر په قهر کېده.

هر کله به چې د ده د خوښې خلاف خبره واورېدل شوه، غوسه به شو او سختې او توندې پرېکړې به یې کولې. خو لږه شېبه وروسته به پښېمانه شو. که یې خپله غوسه پر چا نه شوای تشولای، نو زړه به یې تنګېده. ان د خوښۍ او خوشحالۍ پر مهال به هم خپل ځان بایلود. کله به یې پر نورو زور زیاتی کاوه او کله به یې په سپکو ټوکو او بې‌ځایه خنداګانو خلک مسخره کول. خو وروسته به چې یې خپل چلند ته فکر وکړ، د ځان‌خوښۍ او غرور له امله به پښېمانه شو.

یوه ورځ کښېناست او له ځان سره یې وویل:

«دا ډېره بده خبره ده چې زه ژر تر احساساتو لاندې راځم او نه شم کولای ارام او نرم‌خویه واوسم. ښايي اعصاب مې کمزوري وي، یا مې زړه ناتوانه وي. ښه به دا وي چې ځان ډاکټر ته وښیم؛ کېدای شي د دې ستونزې لپاره کوم درمل موجود وي.»

هغه ډاکټر راوغوښت او ورته یې وویل:

«زما حال دا دی. کوم درمل باید وخورم؟»

ډاکټر وویل:

«تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، ستونزه دې په بدن کې نه ده چې په درملو یې درملنه وشي. شک نشته چې دا ناراحتي ستا له اخلاقو او روزنې سره تړاو لري. ته له ماشومتوبه ځان‌خوښوونکی او نازولی لوی شوی یې. ستا چلند لا خام دی. د دې لپاره چې پخېدل او د عقل له مخې چلند کول زده کړې، باید ډېر کتابونه ولولې، د لویانو له خبرو او د نورو له ژوندیو تجربو څخه پند واخلې.

ته باید د ځان لپاره یوه اخلاقي وینا وټاکې چې زغم او ځان‌ساتنه درته ورپه یاد کړي. تل ورته وګوره، څو ورو ورو ورسره عادت شې. په دې توګه به د غم او خوښۍ پر مهال ژر خپل ځان ونه بایلې.»

واکمن وویل:

«سمه ده، زه هم په دې پوهېدم.»

بیا یې یو واعظ او یو فیلسوف راوغوښتل او خپله کیسه یې ورته بیان کړه.

واعظ وویل:

«اخلاقي نصیحتونه ډېر دي. له هغو څخه یو نصیحت چې ستا د حالت لپاره ګټور دی، دا دی چې کله ناکله هدیرې ته لاړ شې او مرګ در په یاد کړې. کله چې د ژوند پایله ووینې، نه به ډېر خوشحالېږې او نه به ډېر خپه کېږې؛ په دې توګه به اعتدال ته ورسېږې.»

واکمن په غوسه وویل:

«زه خو نه شم کولای چې هر کله غوسه یا خوشحاله شم، هدیرې ته لاړ شم او هلته پند واخلم. زه داسې ساده نصیحت غواړم چې تل راسره وي.»

فیلسوف وویل:

«زما په اند، ښه به دا وي چې څو پوهان له ځان سره وساتې او په ټولو چارو کې ورسره مشوره وکړې. هره پرېکړه چې کوې، باید د هغوی په سلا او موافقه وي. په دې توګه به یو هوښیار انسان تا له افراط او تفریط څخه وساتي؛ که خپه وې، ډاډ او تسلي به درکړي، او که مغرور شوې، نصیحت به درته وکړي.»

واکمن وویل:

«که زه تل د یوه حکیم په لارښوونه کار کوم، نو بیا زه څه ډول واکمن یم؟ زه خپله هم ښه او بد پېژنم، خو کله چې غوسه شم یا ډېر خوشحاله شم، هر څه مې له یاده وځي.

زه داسې ښه وینا غواړم چې د خپلې ګوتې د ګوتمۍ پر نگین یې ولیکم او هر ځل چې ورته وګورم، له افراط څخه مې وساتي. که په باران کې لوند شوم، غوسه نه شم. که زما د خوښې خلاف څه واورم، له غمه ونه ځورېږم. که یوه ورځ چا زما ستاینه وکړه، ډېرې دعوې او تمې پیدا نه کړم. په لنډه توګه، داسې نصیحت غواړم چې په هر ځای او هر حالت کې ګټور او اراموونکی وي.»

واعظ او فیلسوف وویل:

«ښه، د داسې یوې وینا پیدا کول چې په ټولو حالاتو کې ګټوره وي، اسانه نه دي! اخلاقي نصیحتونه ډېر دي. نو باید ټول عالمان په یوه غونډه کې راټول کړې. هر یو دې هغه څه ووایي چې په کتابونو کې یې لوستي او زده کړي دي، څو په پای کې داسې وینا پیدا شي چې ستا خوښه وي.»

واکمن وویل:

«هو، همدا کار به وکړم.»

واکمن د خپل وخت مشران او پوهان راوبلل او یوه غونډه یې جوړه کړه. هر یوه د صبر، زغم، ځان‌ساتنې او اعتدال په اړه خبرې وکړې، شعرونه یې ولوستل او حدیثونه او آیتونه یې نقل کړل؛ خو واکمن ته د هغوی له خبرو څخه هېڅ یوه خوښه نه شوه.

په وروستۍ ورځ یو سړی چې نمدي خولۍ یې پر سر وه او زړې، شلېدلې جامې یې اغوستې وې، له کلي څخه د یوه خبر د رسولو لپاره د واکمن حضور ته راغی. کله چې له موضوع خبر شو، ویې ویل:

«که اجازه وي، زه هم یوه خبره وکړم. داسې یو څه مې زده دي چې تر دې ټولو خبرو غوره دي.»

واکمن وویل:

«که حاضر کسان اجازه درکړي، خپله خبره بیانولای شې.»

خو ټولو حاضرو کسانو په یوه غږ وویل:

«نه، جنابه! دا څه خبره ده چې واکمن یې کوي؟ موږ ټول کتابونه لوستي، د لویانو خبرې مو څېړلي او لا مو هم یوه مناسبه وینا نه ده موندلې. اوس به څنګه یو نالوستی او عامی سړی په دې غونډه کې وینا وکړي؟»

د نمدي خولۍ سړي وویل:

«ښه ده، خو اوس چې مناسبه خبره مو پیدا نه کړه، اجازه راکړئ چې زه هم خپله خبره وکړم. که ښه وه، منئ یې؛ او که بده وه، راته وخاندئ او لاړ شئ.»

واکمن وویل:

«دا سړی ناسمه خبره نه کوي. پرېږدئ چې خپل وړاندیز بیان کړي.»

حاضرو کسانو وویل:

«پروا نه لري؛ اوس چې واکمن غواړي، خپله خبره وکړه.»

د نمدي خولۍ سړي وویل:

«تر کومه ځایه چې زه پوه شوی یم، واکمن غواړي د خپلې ګوتې د ګوتمۍ پر نگین یوه لنډه جمله ولیکي. دا جمله باید انسان له ناهیلی کېدو او غرور څخه وساتي. زما په اند، دا نسخه په دریو کلمو کې راټولېږي او تر دې لنډه خبره نه شي پیدا کېدای. د ګوتمۍ پر نگین باید ولیکل شي:

**«دا به هم تېر شي.»**

د دې خبرې په اورېدو سره په غونډه کې شور او بحث راپورته شو. هر یوه خپله خبره کوله. ځینو ویل:

«دا د سستۍ او بې‌غورۍ شعار دی.»

ځینو نورو ویل:

«دا خبره د کار، هڅې او د ستونزو د حل مخه نیسي.»

ځینو وویل:

«دا زړې خبرې دي، د نن ورځې له حالاتو سره سمون نه خوري.»

نورو بیا ویل:

«دا بې‌معنا، بې‌ګټې او زړې خبرې دي...»

واکمن وویل:

«زما له نظره، د نمدي خولۍ د دې سړي نصیحت بد نه دی. تر ټولو لنډ او اراموونکی نصیحت دی. کله چې را په یاد شي چې حالات تل یو شان نه پاتې کېږي او غمونه او خوشحالۍ دواړه تېرېږي، زړه مې ارامېږي او د فکر کولو فرصت پیدا کوم. په دې توګه به نه له حده زیات ناهیلی کېږم او نه به مغرورېږم.

خو غواړم چې حاضر کسان هم دا خبره ومني او تأیید یې کړي.»

خو هغوی د نمدي خولۍ د سړي د نصیحت منلو ته چمتو نه شول. د غونډې هر غړي هغه سړي ته په غوسه وکتل او بیا ټول خپاره شول.

واکمن چې دا خبره یې خوښه شوې وه، زرګر یې راوغوښت او ورته یې وویل چې د ګوتمۍ پر نگین یې دا جمله ولیکي:

«دا به هم تېر شي.»

ویاند:

شیخ عطار دا کیسه په خپل اثر «الهی‌نامه» کې په ۱۵ بیتونو کې منظومه کړې ده. لومړی بیت یې داسې دی:

«جهان را پادشاهی پاک‌دین بود\

ملک عالمش زیر نگین بود»

ژباړه:

په نړۍ کې یو پاک‌دینه پاچا و،\

د ټولې نړۍ پاچاهي یې تر واک لاندې وه.

خو د «حکیم سبزواري» په نوم یوه بل شاعر همدا کیسه په پنځو بیتونو کې منظومه کړې ده، چې تر دې لنډه ده. هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده که د دې کیسې مضمون یې له عطار څخه اخیستی وي.

پادشاهی دُر ثمینی داشت  ***   بهر انگشتری نگینی داشت

خواست نقشی که باشدش دو ثمر ***  هر زمان کافکند به نقش نظر

وقت شادی نگیردش غفلت  ***  وقت اندُه نباشدش محنت

هر چه فرزانه بود در ایام  ***  کرد اندیشه‌ای ولی همه خام

ژنده‌ پوشی پدید شد آن دم   ***   گفت بنویس «بگذرد این هم»

د هغه د شعر ژباړه داسې ده:

یو پاچا د قیمتي مرغلرې په څېر ارزښتناکه خزانه لرله،

او د خپلې ګوتې د ګوتمۍ لپاره یې یو نگین درلود.

هغه داسې نقش غوښت چې دوه ګټې ولري،

هر کله چې ورته وګوري، ګټه ترې واخلي.

د خوښۍ پر مهال یې غفلت نه وي،

او د غم پر مهال یې زړه په کړاو کې نه وي.

د خپل وخت له هر هوښیار سره یې مشوره وکړه،

خو د ټولو فکرونه نیمګړي او ناسم وو.

هماغه شېبه یو زړې جامې اغوستی سړی راښکاره شو،

او ویې ویل: «دا ولیکه: دا به هم تېر شي.»