-
د ایران د اټومي دوسیې د حل کولو لاره ډیپلوماټیکه ده
Apr 05, 2025 01:33زمونږ خبریال راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند «دیمیتري پسکوف» له ایران سره په څو اړخیزه اړیکو باندې ټینګار سره د ایران د اټومي دوسیې د ډيپلوماټیک حل غوښتنه وکړه.
-
د اسرائیلو ظالم رژیم د فلسطین دوه میلیونه خلک له اوبو او خواړو محرومه کړي
Apr 05, 2025 01:22ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ وویل چې د اسرائیلو ټروریسټ حکومت هماغه راز څه د پاسه دوه میلیونه انسانان له اوبو ، خواړو او درملو محرومه کړي دي او د خلکو له لوږې سره د مخامخ کولو لپاره یې ښکاره جنګ پیل کړی دی.
-
د امریکا ملاتړونه د اسرائیلو رژیم د جنایتونو په دوام کښې مهم رول لري
Apr 05, 2025 00:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر «علي اکبر ولایتي» د لبنان په جنوب او په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د تیریو په غندلو سره ټینګار وکړ: له اسرائیلو رژیم څخه د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو ملاتړونه د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دوام کښې مهم رول لري.
-
د یمن پوځیانو په سور سمندر کښې د امریکا په جنګي بیړۍ بریدونه کړي
Apr 05, 2025 00:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند جنرال یحیی سریع وویل چې د دغه هیواد وسله والو ځواکونو په څو توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره په سره سمندر کښې د امریکا په هینري ټرومین جنګي بیړۍ بریدونه کړي دي.
-
روسیه: د یوکریني او بهرنیو پوځیانو په غونډې باندې حمله کښې ۸۵ کسان وژل شوي دي
Apr 05, 2025 00:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت بیګا وویل په «کریوي ریه» ښار کښې یې د اوکراین د پوځيانو او د هغوې د خارجي روزونکو په غونډې باندې توغندي برید کړی او پینځه اتیا کسان یې وژلي دي.
-
ونزویلا د امریکا د پوځي ګواښونو پر وړاندې له ایران سره پیوستون اعلان کړ
Apr 04, 2025 14:16پارس ټوډې - د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې، د امریکا د پوځي ګواښونو په مقابل کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ونزویلا د حکومت او خلکو پیوستون اعلان کړ او له یو اړخیزو فشارونو سره د مقابلې لپاره یې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو او همغږیو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
اروپا باید د امریکا په پیروۍ د ایران د ملت په خلاف د غیر قانوني بندیزونو لګول ودروي
Apr 04, 2025 14:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د انګلستان، المان او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو لخوا د مخ پر ودې هېوادونو پر وړاندې د سیاسي فشارونو د ترسره کولو لپاره د بشري حقونو له میکانیزمونو څخه د ناوړه استفادې پر دوام باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره، د بشري حقونو په شورا کې د ایران ضد پریکړه لیک په صادرولو کې د دغو دوو هېوادونو اقدام وغندلو او ویې ویل د دغه پریکړه لیک محتوا د دې طرحې د جوړوونکو د ناوړه نیت له امله د ادعاوو او پایلو له حقیقت سره په تضاد کې دی.
-
د بشري حقونو عالي کمیشنر وايي د مارچ له لومړۍ نېټې ۱۲۰۰ فلسطینیان د اسرائیلي رژیم په عملیاتو کې وژل شوي
Apr 04, 2025 14:14وولکرتُرک ټینګار کړی چې ژر تر ژره باید په غزه کې اوربند ټینګ او د بشري مرستو اجازه ورکړل شي.
-
هنګري ته د نتانیاهو سفر او د هغه د نیولو امر له پامه غورځول: د جرمونو نړیوالې محکمې ته نه پاملرنه
Apr 04, 2025 14:11پارس ټوډې – د مجارستان د لومړي وزیر ویکتور اوربان د دولت یوه لوړ پوړي چارواکي بوداپست ته د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تر رسېدو څو ساعته مخکې وویل چې هېواد یې د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه وځي.
-
په نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان د ماینونو له ګواښ سره مخ دي
Apr 04, 2025 10:27د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د ماینونو د پوهاوي د ورځې په مناسبت ویلي چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.