-
د اسرائیلو نیواکګر رژیم نن سهار بیا شپږ فلسطینیان شهیدان کړل
Jul 09, 2025 07:21زمونږ خبریال راپور راکړی صهیونیسټ نیواکګر رژيم نن سهار وختي بیا په غزې تړانګه کښې په وحشیانه حملو کښې شپږ نور فلسطینان شهیدان کړل.
-
د ایران او د عربستان چارواکو د دوه اړخیزه ملګرتیاو په هکله خبرې وکړې
Jul 09, 2025 06:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان دفاع وزیر «خالد بن سلمان ال سعود» د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سید عباس عراقچي سره له کتنې وروسته وویل په دغه کتنې کښې مو به د دوه اړخیزه ملګرتیاو د بیلابیلو اړخونو په هکله غور وکړ او دغه راز د سیمې د بدلونونو او د امنیت او د ثبات د پیاوړتیا او د نورو د دلچسپۍ وړ ګډو موضوعګانو په هکله مو خبرې وکړې.
-
عراقچي: بریکس باید د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاحاتو مخکښ وي
Jul 08, 2025 02:32پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بریکس په ۱۷مه سرمشریزه کې، د خپلواکو حکومتونو پر وړاندې د فشار د وسیلو په توګه اقتصادي بندیزونو او یو اړخیزه جبري اقداماتو په ردولو سره، د سویل-سویل همکارۍ د ودې او د سیمه ایزو سازمانونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: په یمن کې د صهیونیسټانو جنایتونه باید ودرول شي
Jul 08, 2025 02:20پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یمن په مهمو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم بریدونه په کلکه وغندل او د دې جنایتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر چوپتیا یې نیوکه وکړه.
-
نواف سلام: حزب الله د لبنان یوه نه بېلېدونکې برخه ده
Jul 08, 2025 02:12پارس ټوډې - د لبنان لومړي وزیر په خپل نوي دریځ کې وویل: حزب الله اوس هم د طائف تړون او د دښمنیو د پایته رسولو ترتیباتو ته ژمن دی. حزب الله د لبنان هېواد یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
-
له دندې تر ګوښه کېدو څو ساعته وروسته د روسیې د ترانسپورت وزیر ځانوژنه کړې
Jul 08, 2025 01:10د رسنیو په حواله د روسیې د ترانسپورت وزیر رومان استاروویت، د ولسمشر ولادیمیر پوتین لهخوا له دندې تر ګوښه کېدو یوازې څو ساعته وروسته ځانوژنه کړې ده.
-
له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول د جنایت لپاره ډالۍ ده
Jul 07, 2025 10:03د عمان لوی مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ځینو هېوادونو له خوا له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو بهیر په کلکه وغانده او دا ئې د منطق، اخلاقو او اسلامي اصولو خلاف عمل وباله.
-
اسرائیلو ته د ایران راتلونکی ځواب به غاښ ماتونکی وي
Jul 07, 2025 02:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د قومندنۍ د عقیدتي سیاسي دفتر د سیاسي چارو مرستیال برید جنرال «رسول سنايي راد» د هر ډول تیري په مقابل کښې په چمتووالي ټینګار وکړ او ویې ویل دښمانانو په خپلو محاسباتو کښې غلطۍ وکړه.
-
په قطر کښې د فلسطین د حماس غورځنګ او د اسرائیلو خبرې پیل شوې
Jul 07, 2025 01:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو یوې رسنۍ بیګا د قطر په پلازمینې دوحې کښې د حماس غورځنګ او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د پیلیدا خبر ورکړ.
-
د ایران او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه وکړه
Jul 07, 2025 00:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د هندوستان د باندنیو چارو وزیر «سوبرامانیام جی شنکر» په برازیل هیواد کښې د بریکس ډلې د غونډې په څنګ کښې د سیمې د مسائیلو په هکله سلامشوره وکړه.