له واده درې ورځې وروسته خاوند او میرمن وژل شوي
د هندوستان په چتیس ګر ایالات کې یوه ناوې او د هغې خاوند د واده درې ورځې وروسته پخپله خونه کې وژل شوي.
له واده درې ورځې وروسته خاوند او میرمن وژل شوي
د هندوستان په چتیس ګر ایالات کې یوه ناوې او د هغې خاوند د واده درې ورځې وروسته پخپله خونه کې وژل شوي.
پولیس وایي، اټکل کوي چې په خونه کې میرمنې او خاوند لفظي شخړه کړي وي، له هغې وروسته یې خاوند میرمن وژلي وي او بیا یې خپل ځان هم وژلی وي، خو د قیق معلومات به تر څېړنو وروسته کیږي.
د وژل شوې جوړې د کورنۍ د معلوماتو له مخې ۲۲ کلنې کهکشان بانو او ۲۴ کلن اسلم د شنبې په ورځ واده وکړ، چې د درېیمې ورځې مراسمو لپاره یې چمتوالی روان وو، خو د کورنۍ غړو له لورې د دروازې د پرلپسې ټکولو سره، سره چا دروازه خلاصه نه کړه.
د کورنۍ غړي یې زیاتوي، کله چې دوی په کړکۍ خونې ته ور داخل شول، ولیدل شول چې میرمن او خاوند دواړه په وینو پوښل شوي او ورسره یوه چاړه هم پرته وه.